بره دير: په کور کې د اورلګېدو پېښه کې شپږ واړه مړه شوي

دغه پېښه بېګاه شپه د بره دير شرينګل په ډوګ دره بابوزۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د بره دیر په غرييزه علاقه کې په يو کور کې د اورلګېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه شوي دي.

د بره دير مرستيال کمشنر عثمان محسود پېښه کې د پينځه ؤ ماشومانو د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي اور د شارټ سرکټ یا بجلۍ نه لګېدلی دی.

دغه پېښه بېګاه شپه د بره دير شرينګل په ډوګ دره بابوزۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.

خو ځينې راپورونه وايي اور په کمره کې د يخ نه بچ کېدو دپاره لګېدلي اور نه خور شوی دی.

راپورونه وايي په اور د سوزېدو نه پينځه جينکۍ او يو هلک مړه شوي دي.

د عثمان محسود په وېنا سيمې ته يې چارواکي ورلېږلي چې د پېښې اصل علت مالوم کړي.

د علاقې د خلکو په وېنا په کور لګېدلی اور خلکو په خپله مړ کړی، نه خو په شرينګل کې دولتي اورمړؤنکی ګاډی يا کارمندان شته او نه دغه ځای ته د ګاډي رسايي شته دی.

محسود وايي په ژمي کې خلک په کورونو کې واښه راجمع کړي، لرګي پراته وي او بل دا چې د کورونو په جوړولو کې زيات لرګی کارول شوی وي ځکه اور زر خوريږي. پکاره ده چې خلک د اور بلولو په وخت ډېر خيال کوي.

خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې خلک زياتره په ژمي کې د يخ نه بچ کېدو دپاره په کوټو کې د لرګونه اورونه بلوي، خو د اور نه بچ کېدو دپاره هيڅ انتظام نه وي.

او نه په حکومتي کچ دغه ډول کوم د خبرداري يا خلکو ته د حفاظت دپاره ويل کيږي، که اور ولګي د ځان بچ کولو دپاره څه کول پکار دي يا د امداد دپاره دې کومې دولتي ادارې خبر کړی شي.

د پاکستان په ښاري علاقو کې هم د ژمي په موسم کې د ګېس د هيټرو نه په کمرو کې د تپ او ګېس ايسارېدو نه دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.