شمالي وزيرستان:په سرتېرو د بريد وروسته رزمک کې په دوېمه ورځ هم گرځ بندیز و

د کال ۲۰۱۴م د شمالي وزيرستان د ضرب عضب په پوځي عملياتو کې د دوسلي خلک نه وو  ويستل شوي

د شمالي وزيرستان دوسلي علاقه کې د يکشنې او دوشنبې (اتوار او ګل) ترمنځ شپه کې په امنيتي سرتېرو د بريدو وروسته په درېو تحصيلونو کې لګېدلې کرفيو یا گرځ بندیز وس هم پرځای و.

د چارواکو په وېنا د بريد وروستو پوره رزمک ډويژن کې د عملياتو په موخه کرفيو په ځای کړی شوې ده، رزمک کې دوسلي، ګريوم او خپله رزمک تحصيلونه دي.

د سيمې خلک وايي د کرفيو له امله ځای په ځای پاتې شوي او په علاقه کې ژوند په ټپه ودرېدلی دی.

د شمالي وزيرستان يو ځايي سياستمدار ميرکلام وايي چې څوک په کورونو کې وو هغه په کورونو کې بند او چې څوک بهر وو بهر پاتې شوي دي.

نوموړي ډيوه رېډيو سره خبرو کې ويلي، دوېمه ورځ ده هغه په خپله په بنو کې ګېر شوی دی د کرفيو له امله کلي ته نشي ستنېدی.

هغه وويل ځواکونه په سيمه کې د عملياتو په وخت عامو خلکو ته ستونزې جوړوي او د هغوي نه ازادي تروړي.

نومووړي وويل په سيمه کې يې درې کاله هم په دغه ډول تېر کړه بې وخته بې وخته غېر اعلاني کرفيو لګي، او خلک د ستونزو سره مخ کيږي.

د کال ۲۰۱۴م د شمالي وزيرستان د ضرب عضب په پوځي عملياتو کې د دوسلي خلک نه وو ويستل شوي او حکومت ورته خپله د علاقې نه پرېښودو ويلي ؤ.

ميرکلام وايي دوي اندېښمن دي چې چارواکو ورته په خپله د نه وتلو ويلي خو اوس چې دغه ډول عمليات پېل کيږي نو په علاقه کې بيا د اېف سي ار قانون لاندې خلک نيول کیږي او زورول کيږي.

پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې په ترسره شوؤ پوځي عملياتو کې سيمه د تندلارو نه پاکه کړی شوې خو هلته بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او په امنيتی ځواکونو وسله والو بريدونه ترسره کیږي.

تېر دوه شپې وړاندې د رزمک ډويژن په دوسلي علاقه کې د وسله والو په يو بريد کې درې امنیتي سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

د پوليټکل انتظاميې د چارواکو په وېنا دغه بريد تېره شپه د امنيتي سرتېرو په ګزمه شوی ؤ.

چارواکي وايي امنيتي سرتېرو د وران کارو تندلارو د لټون په موخه په سيمه کې کرفيو په ځاې کړې او چاڼيز عمليات دوام لري، خو چارواکي د کرفيو ختمېدو وخت نه ټاکي.