امریکایي چارواکي: پاکستان کې ترهگر خپل قدرت زیاتوي

په کابل کې د امریکا ځانګړي شاردافیر سفیر هوګو لارنس په یو بیان کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت د پلاوي سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د روانې اونۍ د خبرو جزئیات خپاره کړي چې په کې په پاکستان کې تروریتسي ډلو په ځواکمنیدو اندیښنه ښودل شوې ده.

سفیر لارنس د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼې پرخلاف چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره ریکس ټیلرسن د تیرې دوشنبې د ورځې د کتنې ځای کابل ښودلی وو، ویلي چې دا کتنه د بګرام په هوايي ډګر کې شوې ده.

ریکس ټیلرسن جنوبي اسیا هیوادنو ته د سفر په لړ کې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته هم په یو لنډ سفر ورغلی وو.

سفیر لارنس په دې بیان کې د افغان حکومت د مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې د جزئیاتو په اړه ویلي چې ښاغلي ټیلرسن افغان چارواکو ته د افراطیت او د تروریستانو د خوندي ځایونو له منځه وړلو په هکله د امریکا او د امریکا د متحده ایالاتو د شریکانو له اړخه ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي لارنس وايي چې د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته په څرګنده وویل،چې ډیرې تروریستي ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د نورو هیوادونو پر وړاندې عملیات ترسره کوي.

سفیر لارنس وايي "د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې هغه تروریستان چې په پاکستان کې فعالیت کوي د خپل قدرت او طاقت د زیاتولو په حال کې دي، چې دا مسله افغانستان، سیمې هیوادونو او پخپله د پاکستان لپاره مخامخ ګواښ دی ".

د امریکا د سفارت د اعلامیې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو سره په خبرو کې په افغانستان د افغان حکومت او د منځ لارو طالبانو ترمنځ د سولې له هڅو د خپل حکومت ملاتړ څرګند کړی او هغه طالبان چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي د افغان حکومت او دغسې طالبانو ترمنځ سیاسي موافقه یې د سیمې د ثبات لپاره مهمه ګڼلې ده.

ښاغلی لارنس وايي " په همدې حال کې هغه ( ټیلرنس)په خپله وینا کې په څرګنده وویل هغوی چې د سولې خبرو ته لیواله نه دي او خپلو تروریستي اعمالو ته دوام ورکوي ډیر سخت به وځپل شي. په حقیقت کې د خراسان د تروریستي ډلې داعش په اړه د هیڅ بحث لپاره فرصت نشته او زمونږ هدف دادی چې د زړورو افغان ځواکونو په مرسته په بشپړ ډول دا ډله په سیمه کې له منځه یوسو ".

د امریکا د سفارت د بیان له مخې جمهوررئیس غني او ریکس ټیلرسن د تل پاتې سولې اود یو هوسا افغانستان د جوړیدو لپاره سیمه ایزې همکارۍ اړتیا هم ضروري ګڼلې ده.

پاکستان تراوسه د امریکا د سفارت د دې بیان په اړه تبصره نه ده کړې، خو پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلي ټیلرسن ته د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته د هغه د سفر پروخت سوړ هرکلی ویل شوی دی.

(د وي اوی اشنا په مننه)