یو افغان تنظیم د نامتو افغانانو او د طالبانو ترمنځ د لیده کاته انتظام کوي

په قطر کې د طالبانو د دفتر ځېنې چارواکي

په افغانستان کې د شهري حقونو یو تنظیم د افغانستان د ځېنې نامتو مشرانو او د طالبانو ترمنځ په منځني ختیځ کې د لیده کاته لپاره کوښښونه پیل کړې دي.

د افغانستان پیس سټډیز ارگنایزیشن یا ای پي ایس او په نوم د ادارې چارواکي خلیل الله صافي ویلي په غونډه کې به ملگرو ملتونو ته د مبصر په توگه د گډون بلنه ورکړی کیږي.

امکان دی چې غونډه به دا میاشت کولی شي. ښاغلي صافي دا خبرونه رد کړل چې طالبانو او د افغان مشرانو د غونډې بندوبست پگواش نومې تنظیم کوي. پگواش غیر حکومتي اداره ده چې په نړۍ کې د امن دپاره کار کوي او ددې نه وړاندې یې هم د افغانستان په موضوع گڼ شمیر غونډې کړې دي.

د نومیالو افغانانو او د طالبانو ترمنځ د مجوزه غونډې په اړه ویل کیږي چې په دې کې به په قطر کې د طالبانو ددفتر پلوی برخه اخلي او بلې غاړې ته به په غونډه کې افغان سیاست مداران، د مدني ټولنې غړي، د پارلیمنټ ارکان، د زنانه ؤ د حقونو فعالین او افغان حکومت ته نژدې کسان وي.

ای پي ایس او وايي د غونډې برخه وال به په غیر حکومتي کچه او په شخصي حیثیت کې په خبرې اترو کې شرکت کوي. ښاغلی صافي وايي د غونډې مقصد دا دی چې په افغانستان کې د سولي په لار کې خنډان لرې کړی شي، بې اعتمادي ختمه کړی شي او په اتفاق د وړاندې تگ دپاره لارې چارې ولټول شي.