د سي پېک لومړی واده: یوه پنجابۍ چينايي ته ودېږي

د یو چینايي سړي او پاکستانۍ ښځې د واده انځور په ټولنیزو رسنیو باندې طوفان جوړ کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو باندې داسې انځورنه خپاره شویدي، چې په کې یوه نا معلومه جوړه د واده په مراسمو کې لیدل کیږي.

په پاکستان کې کابو ۳۰۰۰۰ چینايي کارکونکي په ډول ډول پراختیايي پروژو باندې کار کوي، چې په هغو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیپیک په نامه لویه اقتصادي پروژه هم شامله ده.

چین د پاکستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د کرنې او کانونو په ګډون زیاتې پروژې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې خورا ژورې دي.

په کال ۱۰۱۶/۲۰۱۷ کې، چین په پاکستان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړېده، پداسې حال کې چې د لویدیځ زیاتې کمپنۍ بیا په دغه هېواد کې د امنیتي ستونزو له امله له پانګونې په شا شویدي.

پاکستان وايي سي پېک د دويي د تقدير بدلولو منصوبه ده