جنوبي وزيرستان کې په کلتور، موسيقۍ او ښځو بندېز لګول شوی

پوځ په کال ۲۰۱۰ کې د علاقې پاکولو او خلکو ته بيرته د ستنېدو وويل.

په قبايلي سیمه جنوبي وزيرستان کې په کلتوري موسيقۍ او ښځو په ګرځېدو بندېزونه لګول شوي دي، د دې بندېزونو په يو وېشل شوې ليکنه يا پمفلټ کې ويل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان په مرکز وانا کې وېشل شوې د اردو ژبه لیکنه کې ويل شوي چې د کړي کوټ، غوې خوا، شاهين ورسک، ډوګ، ډب کوټ، زيړې نور او شيرينه قامي مشرانو او علماکرامو په اتفاق دا پرېکړه کړې ده.

په ليکنه کې ویل شوي چې په کوژدن يا واده کې په نڅا اوساز و اواز، موسيقۍ به بندېز وي.

ښځو ته به اجازه نه وي چې د بالغ محرم نه يواځې بازار يا ډاکټر له لاړې شي.

دغه راز په ليکنه کې د اسلامي او قامي رواياتو ضد، غلاګانو او د شپې د لسو بجو نه وروستو بهر کښېناستو باندې هم بندېز لګول شوی دی.

اخره کې لیکل شوي که د دغو خبرو چا سرغړونه وکړه، قامي مجرم به ګنلی شي.

د تړون عملي کولو يا سرغړونې په ګوته کولو دپاره د عېن الله نومې تن په مشرۍ کميټي جوړه کړی شوې ده.

ډان ورځپاڼې ليکلي په څرګنده د طالبانو يوه ډله په وزيرستان کې بيرته راغلې او وانا کې يې دغه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې ليکلي چې صلاح الدين عرف ايوبي چې د ملا محمدنزير ځای ناستی او طالب مشر دی هغه د کمېټۍ مشري په غاړه لري.

د طالبانو پاکستانی پلوه مهم مشر ملانزير په کال ۲۰۱۳م کې په جنوبي وزيرستان کې امريکايي ډرون بريد کې سره د لسو تنو وژل شوی ؤ.

د وانا ځايي خلک د دغه ليکنې پخلی کوي خو وايي چې دا پرېکړه په سيمه ييزه قامي جرګه کې نه ده شوې.

د چارواکو او ځايي خلکو غبرګون

يو قبايلي مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ويلي دا ليکنه يا پمفلټ د طالبانو لخوا جاري شوی او په ليکنه کې د ياد مشر (عېن الله) په اړه يې وويل چې هغه په دوي کلتوري بندېزونه لګولي دي.

يو بل مشر تور لګوي او وايي دا خلک د حکومتي ادارو په وېنا غږيږي په سيمه کې يې د خلکو عادي ژوند په ټپه ودرولی دی، او هغه زياته کړه داسې ښکاري چې دلته بيا د بدامنۍ يوه بله لړۍ پېل کيږي.

د پوليټيکل انتظاميې چارواکي وايي په ليکنه ناخبره دي او په دغه اړوند مالومات کوي.

طالبان او پوځي عمليات

جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۴م کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې تړون شوی ؤ، او په ۲۰۰۴م کې د هغه وخت د طالبانو مشر نېک محمد بيا په يو مشکوک ډرون ميزايل بريد کې ووژل شو.

بيا په سيمه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې په تړون د اختلافاتو له کبله پوځي عمليات وشو. او په کال ۲۰۰۷م کې د مولوي نزير په مشرۍ يو ځل بيا د سولې تړون وشو.

د جنوبي وزيرستان په وانا سب ډويژن کې په کال ۲۰۰۷م کې حکومت پلوه طالبانو د ازبک وسله والو په ضد په خپله عمليات کړي او د هغې نه ځينې ځايي خلکو کډې هم کړې وې.

د هغې وروستو په کال ۲۰۰۹م کې په سراروغه او سروکۍ سب ډويژنو کې د پاکستان پوځ د راه نجات په نوم د هغه وخت د طالبانو مشر بېت الله محسود د پلويانو په ضد عمليات کړي د کوم له کبله چې د ۷۲زره پورې کورنۍ کډه شوې وې.

پوځ په کال ۲۰۱۰ کې د علاقې پاکولو او خلکو ته بيرته د ستنېدو وويل.

د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميه وايي د سيمې نه کډوال شوي نزدې ټول خلک بيرته ستانه شوي دي او په سيمه کې په بشپړ ډول د امنيت ادعا کوي.

په جنوبي وزيرستان کې د کال ۲۰۰۴ نه امريکايي ډرون بريدونه پېل شوې چې په ۲۰۰۷م کې يې پخلی شوی ؤ چې دا امريکايي ډرون دي او تر کال ۲۰۱۵م پورې دا بريدونه روان وو.

په دغو ډرون بريدونو کې د القاعده او نورو بهرنو ترهګرو مشرانو ترڅنګ د ځايي وسله والو ډلو ګڼ شمېر مشران او تندلاري هم وژل شوي دي.

چارواکي اوس دا ادعا هم کوي چې د جنوبي وزيرستان يوه علاقه داسې نشته چې هلته حکومتي عملداري په ځای نه وي.

خو روانه مياشت د شکتويي او بابړ په سيمه کې يو ځل بيا پوځي عمليات پېل شوي او چارواکي وايي د دغو عملياتو نه د دوه سوؤ نه زياتې کورنۍ د بنو بکاخېل کډوالو کېمپ ته لېږل شوي دي.