پنجاب کې د څلورو ترهګرو د وژنې ادعا

پنجاب صوبه کې رېنجرز ځواک هم ځای په ځای کړی شوی دی.

د پاکستان پنجاب صوبې فېصل اباد پوليسو ادعا کړې د جمعې په شپه يې ترسره کړو عملياتو کې څلور ترهګر وژلي او درې ترهګر ترې تښتېدلي دي.

د سي ټي ډي پوليس وياند ويلي، پوليس د دې دړکې په خبر عمليات کول چې تحريک طالبان پاکستان په فېصل اباد کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

پوليس ويلي داسې اطلاع ورته ترلاسه شوې چې د طالبانو د جماعت الاحرار ډلې څو ترهګر ښار ته راننوتي دي، او پوليس په سرګودها سړک باندې د اووه نه تراته ؤ پورې وسله والو موټر سائيکل سورو سره مخامخ شوي دي.

د سي ټي ډي وياند ويلي پوليس وسله والو ته د وسلې اېښودو او ځان پوليس ته حواله کولو ويلي خو دوي ډزې پېل کړي او په نښته کې بيا څلور تندلاري وسله وال وژل شوي او درې په تياره کې تښتېدلي دي.

پولیس ويلي د وژل شوؤ وسله والو نه يې چاؤدېدونکي مواد کلاشکوفونه او تماچي هم ترلاسه کړي دي.

د وژل شوؤ تنانو په اړه نور تفصيل نه دی وړاندې کړی شوی چې څوک دي.

پنجاب کې له دې وړاندې هم په دغه ډول عملياتو کې د وسله والوترهګرو د وژل کېدو ادعاوې شوي دي.