د برطانیې شهزاده امریکایي اداکارې سره کوژدنه کړې

۳۳ شهزاده هیري او ۳۶ مېګن مارکل د کوژدنې د کیننگسټن په محل کې یو ځای عکسونه ويستي.

د برطانيې شهزاده هېري د امريکايي اداکارې مېګن مارکل سره کوژنه شوې او اعلان يې کړی پسرلي کې به واده وکړي.

د هیري پلار چارلس ويلي خوشحاله دی چې د زوي د کوژدنې اعلان کوي.

د دغه کوژنې په اړوند د څو مياشتو راهسې اوازې روانې وې. ويل شوي کوژدنه د روانې میاشتې په وړومبو ورځو کې شوې ده.

۳۳ شهزاده هیري او ۳۶ مېګن مارکل د کوژدنې وروستو د کیننگسټن په محل کې یو ځای عکسونه ويستي او ويل شوي دوي به د واده نه وروستو هم په دغه محل کې اوسيږي.

راتلونکي سپرلي کې د دواړو د واده ويل شوي خو د ځاي او نېټې په اړوند يې لا څه نه دي ويل شوي.

د امريکايي اداکارې مور او پلار د لُور په کوژدنه د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

هېري او مارکل د روان کال ستمبر کې په وړومبي ځل ليدل شوي وو، مارکل د روانې میاشتې په وړومبيو کې د هېري سره د مينې اظهار کړی ؤ.

د برطانیې شهزاده هیري د شاهي کورنۍ د يادې ښځې لیډي ډیانه کشر زوی دی.

مارکل د امريکا په لاس اېنجلس کې په عامه کورنۍ کې لویه شوې په ۲۰۰۳م کې يې ادکاري پېل کړې او اوس په ټورونټو کې اوسيږي.