د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه پرون د چهارشنبې په ورځ د ډېورنډ په کرښه پرتې قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ ته سفر کړی پوځيانو او مذهبي مشرانو سره يې ليدلي دي.
نوموړي ته د افغانستان سره په پوله د ترهګرۍ د مخنيوي، د سيمو ازغن تار لګولو، نوؤ قلعو جوړولو او د ځايي خلکو دپاره د تګ راتګ د لارې جوړولو په اړوند احوال تېر کړی شوی دی.
پاکستاني چارواکي پرله پسې ادعا کوي چې په قبايلي سیمو کې د پوځي عملياتو له امله طالب ترهګر افغانستان لوري ته تښتېدلي او د افغانتسان په جنوبي، ختيځ او شمال ختيځ برخو کې يې خوندي ځالې جوړې کړي دي.
افغانستان دريځ لري چې په طالب وسله والو کې ښه او بد نه کوي او د ټولو ترهګرو په ضد يو شان عمليات کوي.
واشنګټن او کابل په اسلام اباد تور لګوي چې خپله خاوره د حقاني شبکې ترهګر او طالبانو شورا ساتي.
د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او ويلي ؤ پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به د پاکستان په دغه چلن نوره غلې پاتې نشي.
په افغانستان کې د امريکايي او بهرنو ځواکونو مشر جنرال نيکلسن دو ورځې وړاندې ويلي، پاکستان د صدر ټرمپ د بيان وروستو هم د تندلارو د ملاتړ کولو خپله رويه نه ده بدله کړې.
نوموړي ويلي د افغان طالبانو د سر مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي.
د پوځ مشرجنرال قمر باجوه پرون په پېښور کې د قبايلي سيمې او خېبرپښتونخوا د دينې عالمانو سره هم لېدلي او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې د هغو د ملاتړ ستاينه کړې ده.
پوځي بيان کې ويل شوي علماؤ په ګډه د ترهګرۍ غندنه کړې او په ملک کې د سولې راوستو په لړ کې يې د خپل ملاتړ دوامداره ساتلو باور ورکړی دی.
د پوځ مشر ويلي، پاکستان د کوم مذهبي، ولايتي، قبيلوي، لساني، قاميتي او فرقې د پېژندګلو پرته د ټولو پاکستانيانو دی.