د افغانستان کرکټ لوبډلې د انټرکانتينېنټل کپ د سيالو په فاينل کې ستوري بالر راشدخان په يواځې سر د مخالفه لوبډلې اته لوبغاړي سوځولي دي.
۱۹ کلن اسپېنر راشدخان په غوره بالنګ د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.
د انټر کانټينېنټل کپ د څلور ورځو سيالو په فاينل کې د افغانستان لوبډلې د کوربه متحده عرب اماراتو (يو ای اي) ته په لسو وکټو ماتې ورکړه.
CHAMPIONS! 🏆 Afghanistan celebrate winning the Intercontinental Cup 👏 #ICup pic.twitter.com/eRLNtSIbGA
— ICC (@ICC) December 2, 2017
راشد د يو ای اي په وړومبي اننګز کې ۲۳ اوورې کړې ۶۹ رنزونه يې ورکړي او درې لوبغاړي يې سوځولي وو.
يوای اي د افغان لوبډلې د وړومبي اننګز د ۵۱۰ رنزونو په ځواب کې ۱۹۷ رنزونه کړي وو، او په دوېم اننګز کې راشدخان په ۳۶ اوورونو کې ۸۳ رنزونه ورکړي او پينځه لوبغاړي سوځولي دي.
راشد په لوبه کې تر ټولو زيات ۵۹ اوورې کړي دي.
پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال لوبډلې او افغان اولس ته په بريال اومبارکي ويلې ده.
Congratulations to our National team, @ACBofficials and cricket fans for Afghanistan%27s winning of ICC Intercontinental Cup 2017 today. May our team continue to rise and shine further! pic.twitter.com/SwfMRZ31zn
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) December 2, 2017
يوای ای په دوېم اننګز کې ۳۳۱ رنزونه جوړ کړي او افغان لوبډلې ته يې د ۱۹ رنزونو هدف ورکړی کوم چې افغان لوبغاړو بغېر د کوم لوبغاړي سوځېدو ترسره کړه.
د انټر کانټيننټل په سيالو کې د افغانستان، ائيرلېنډ، نېدرلېنډ، هانګ کانګ، متحده عرب اماراتو، سکاټ لېنډ، پاپوا نيوګني او نېميبيا لوبډلو برخه واخسته.
له دې وړاندې تېره مياشت په نومبر کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې پاکستان ته د اسيا کپ فاينل کې ماتې ورکړې وه.