طالبان دې وسله وغورځوي يا دې ختمېدو ته تيار شي، د نېټو ګواښ

د نېټو عمومي سېکتر جېنزسټولټنبرګ بېلجيم کې د نېټو د بهرنو چارو د وزيرانو د غونډې نه وړاندې په يو مطبوعاتي کانفرنس ته خبرې کړي.

نېټو په طالبانو غږ کړی چې افغانستان کې د سولې د ټينګښت دپاره دې يا خو وسلې وغورځوي، د سولې بهير سره دې يوځای شي او يا دې ځانونه ختمېدو ته تيار کړي.

دغه خبرې د نېټو عمومي سېکتر جېنزسټولټنبرګ بېلجيم کې د نېټو د بهرنو چارو د وزيرانو د غونډې نه وړاندې په يو مطبوعاتي کانفرنس کې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د ترهګرو له مينځه وړلو دپاره د افغان ځواکونو په پياوړتيا او د نېټو په ماموريت خبرې اترې وشي.

د نېټو عمومي سېکتر وويل " دا يواځې د امريکا پېغام نه دی چې طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي، ولې دې وغورځوي او يا دې ختمېدو ته چمتو شي بلکې نېټو په طالبانو غږ کوي چې د دې درېو لارو پرته بله لار نه لري".

طالبانو ته د امريکا او نېټو د دغه رقم ګوت څنډنو باوجو طالب جنګيالي وخت په وخت وايي چې تر هغې به په افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو چې د دغه هېواد څخه بهرني عسکر وتلي نه وي.

د نېټو سېکتر وويل نېټو به په راتلونکې کې د افغانستان دننه خپل پوځي قوت نور هم سېوا کړي او افغان ځواکونو ته به د دښمن د مقابلې دپاره غوره روزنه ورکړي.

هغه وويل هر کله چې افغان ځواکونه تربيته ترلاسه کړي او په خپلو پښو ودريږي نو کولی شي چې د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

د نېټو سېکتر دا هم وويل چې طالبانو ته يې ډاګيز پېغام دی چې هغوي د جګړې په مېدان کې هيڅ کله ګټه نشي ترلاسه کولی.

هغه زياته کړه غوره به دا وي چې طالبان د سولې د خبرو دپاره افغان حکومت سره په يو مېز کښېني او د شخړې د سیاسي لار دې ولټوي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې سټولټنبرګ وويل د امريکا په څېر نېټو هم غواړي چې پاکستان سره خبرې وکړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې اوس د مينځه تللي دي.

د کابل او واشنګټن پرله پسې اسلام اباد د ترهګرو ډلو په پاللو تورنوي او د پاکستان څخه غوښتنې کوي چې د خپلې خاورې څخه بايد د ترهګرو خوندي ځالې ختمې کړي.

خو پاکستان دريځ لري چې په خاوره يې د ترهګرو ځالې نشته.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزېر جېم مېټس هم اسلام اباد ته په خپل لمړي رسمي سفر کې د پاکستاني چارواکو څخه غوښتلي وو چې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې بايد خپلې ژمنې سرته ورسوي.