مرکزي کابينې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو دپاره د کمېټۍ منظوري ورکړې

د سرکاري میډيا ترمخه په کمېټۍ کې د دفاع وزير خرم دستګير او د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرال نزير احمد شامل کړی شوي دي.

د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو په اړوند د (قامي عملدرامد) کمېټۍ منظوري ورکړی شوې ده.

د سرکاري میډيا ترمخه په کمېټۍ کې د دفاع وزير خرم دستګير او د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرال نزير احمد شامل کړی شوي دي.

د ټریبيون ورځپاڼې ترمخه د وزيراعظم په مشرۍ د مرکزي کابينې د پينځه ؤ ساعتو په ناسته کې د کمېټۍ منظوري ورکړی شوې او ورځپاڼې د يو چارواکي د خلې ویلي هيله ده چې د جنورۍ په اتمه نېټه د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي او د فاټا اصلاحاتو مسوده پکې وړاندې شي.

د فاټا اصلاحاتو عملي کېدو کميټي به د ختمي مسودې جوړولو او وړاندې کولو نه مخکې ټول فريقېن په اعتماد کې اخلي.

د خېبر ايجنسۍ نه د فاټا پارلیماني غړی شاجي ګل د کمټۍ منظوري کامیابي ګڼي او وايي دا هغه کمېټي ده چې د وړاندې نه د فاټا اصلاحاتو د سپارښتنو دپاره جوړه شوې وه اوس پکې نور خلک شامل کړی شواو منظوري يې ورکړل شوه.

"دا يوه ډېره غټه خبره وشوه چې په کمېټۍکې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی شامل شو او بله دا چې په کمېټۍ کې د ارمي چيف او کورکمانډر شاملېدل هم ښه پېش رفت دی ځکه چې دلته (فاټا) کې دوه لاکه پوځ دی".

شاجي ګل خوشبينه دی چې د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د چوکو ورکولو او قامي مالياتي کمېسون (اېن اېف سي اېوارډ) کې به د فاټا د برخې ورکولو په لړ کې رامخې ته خنډان هم زر هوار شي.

د فاټا اصلاحاتو عملي کېدو دپاره د کمېټۍ منظوري په داسې حال کې ورکړی شوې چې د سه شنبې په ورځ د فاټا د ځوانانو جرګې د سيمې د خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره د لاسليک يا دستخطي کمپاين چلولی دی.

د فاټا د ځوانانو د جرګې يو غړي شوکت عزيز ويلي د لاسليک په کمپاين کې په لويه شمېره کې خلکو برخه اخستې او نوموړي ويلي له دې وروستو د زنځيرکمپاين کوي چې په لاسونو کې به يې د علامت په توګه زنځيرونه اچولي وي، او بيا په اتمه جنورۍ يې ټول ګونديزه غونډه هم رابلي.

هغه وويل دوي ته د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو باور ورکړی چې ګډون به پکې وي، او زیاته یې کړه په دغه ټول ګونديزه غونډه کې به هغه ټولې بېنرې هم اوېزاندوي چې څومره خلکو د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره لاسليک کړی دی.

د سولې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ هم يو پېغام کې د فاټا د ځوانانو د جرګې ملاتړ کړی او د حکومت نه يې غوښتي زر تر زره دې د فاټا اصلاحات عملي کړي او سيمه دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړي.

د فاټا زياتره پارلیماني غړي، سياسي اتحاد او د سيمې د ځوانانو ترڅنګ ځايي خلک او د ملک زياتې سياسي ګوندونه غوښتنه کوي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

خو د مسلم ليګ ن اتحادي دوه مشران محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي د سيمې د راتلونکې په اړوند پرېکړه دې د خلکو نه د رېفرنډم د لارې په تپوس وشي.

دوه ورځې وړاندې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي د خېبرايجنسۍ د سفر په مهال ويلي ؤ د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو کې مياشتې نه ورځې پاتې دي.