افغانستان کې روان کال ۱۴ خبريالان او مطبوعاتي ادارو سره کارکوونکي وژل شوي

د نی د مشر په وېنا په ۲۰۱۶م کال کې هم  افغانستان کې ۱۴ خبريالان او رسنیو سره کارکوونکي وژل شوي وو.

افغانستان کې د نی یا ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په خپل راپور کې ويلي په دغه هېواد کې په کال ۲۰۱۷م کې ۱۴ خبريالان او په رسنيو کې کار کوونکي وژل شوي دی. د افغانستان ترڅنګ پاکستان هم د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد بلل کيږي.

نی ۲۰۱۷م کال د افغان خبريالانو او رسنيو دپاره د دوېم خونړي کال په نوم یاد کړی دی.

د نی مشر عبدالمجیب خلوتګر ويلي په ۲۰۱۷م کال کې افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو کې د کارکوونکو په اړوند بېلابيلي ۱۲۷ پېښې ثبت شوي دي.

په دغو پېښو کې ۲۳ خبريالان ژوبل شوي، په ۲۱ تشدد شوی، ۶۹ ته ګواښونه شوي او ۱۴ د بندي کېدو سره هم مخ شوي دي.

نوموړي ويلي افغانستان کې خبريالانو او رسنیو سره د تاؤ تريخوالي زياتې پېښې د ملي يو والي د حکومت لخوا رامنځته شوي دي چې شمېره يې ۶۲ ده.

د طالبانو او داعش لخوا ۴۲ پېښې رامنځته شوي دي.

د نی د مشر په وېنا په ۲۰۱۶م کال کې هم افغانستان کې ۱۴ خبريالان او رسنیو سره کارکوونکي وژل شوي وو.

خلوتګر ويلي، د خبريالانو په وژلو کې تر ټولو زيات لاس طالبان لري.

افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې په نړۍ کې د خبريالانو دپاره درېم خطرناک هېواد ؤ، دغه راپور د بې پولې راپور ورکوونکې ټولنې ورکړی دی.

روانه مياشت د خبریالانو د خوندیتوب يو بل نړیوال سازمان (انټرنیشنل نیوز سیفټي انسټیټیوټ) په خپل راپور کې ویلي چې د تیرو اتوؤ کلونو په مهال د سړو خبریالانو په پرتله د ښځو خبریالانو د وژنو پیښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

تیر کال په ټوله نړۍ کې ۱۱۲ خبریالان وژل شوي وؤ چې پکې درې ښځې خبریالانې هم شامل وې .

سازمان ويلي سږکال خبریالانو دپاره تر ټولو خطرناکو هیوادونو په نوملړ کې د افغانستان، میکسیکو،عراق ، شام اؤ فلسطین نومونه شامل وؤ خو ۳۲ خبریالان په داسې هیوادونو کې هم وژل شوي چې هغه خبریالانو دپاره پرامنه ګرځول شوي دي.

د خبريالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړيوال سازمان سي پي جی ترمخه پاکستان اوس هم د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار دی او دلته د کال ۱۹۹۲ نه تراوسه پورې ۱۱۶ خبريالان وژل شوي دی.