دپاکستان پوځ:ښه مضبوط یو،دعزت په قیمت مرستې نه غواړو

هغه وویل پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې ځاني اؤ مالي قربانۍ ورکړي دي

دپاکستان پوځ ویلي د عزت په قیمت پوځي مرستې نه غواړي اؤ دپاکستان دامریکا له پرتو پرته هم ښه مضبوط دی.

امریکا تیره ورځ دپاکستان دپوځي مرستو ودرولو اعلان کړی اؤ ویلي یې وؤ له دې وروسته به پاکستان ته دامنیت څانګه کې هیڅ پیسې یا پوځي سامانونه نه ورکوي.

امریکایي خبري ادارې سره مرکه کې دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور ویلي “پاکستان کله هم دپیسو دپاره نه دی جنګیدلی اؤ دامریکایي مرستو ودرؤلو باوجو هم مونږ دترهګرۍ په ضد جګړې ته ښه چمتو ولاړ یو”

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دنوي کال په لمړۍ ورځ خپل یو ټویټ کې په پاکستان تور لګولی ؤ چې پاکستان نه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد جنګیږي.

خو دپاکستان دپوځ ویاند دغه تور رد کړو اؤ وئ ویل “پاکستان کې دترهګرو هیڅ منظمې اؤ خوندي ځالې نشته، پوځ دحقانې ډلې په ګډون دټولو ترهګرو په ضد عملیات کړي “

هغه وویل پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې ځاني اؤ مالي قربانۍ ورکړي دي اؤ اوس که دپاکستان په نیت څوک شک کوي نو دابه سیمه کې ددائمي امن هڅو ته د زیان رسؤلو په معني وي.

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار د صدر ټرمپ د انتظامې د چارواکو د خلې لیکلي دپاکستان په پوځ به دامریکا لخوا نزدې د ۱.۳ اربه ډالرو مالي امداد بند کړل شي.

که څه هم تراوسه دا ښکاره نه ده چې د پوځي امداد دغه ځنډیدل به د پاکستان په پوځ څومره اغیز ولري، ځکه د پاکستان پوځ د دغه امداد په اړه ډیر کم معلومات ښکاره کوي چې دغه امداد چرته او څنګه مصرف کیږي.

د صدر ټرمپ انتظامې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه نوي پالیسۍ کې په پاکستان فشار ساتلی چې افغان پولې ته نژدې په خپله خاوره موجودو ترهګرو پرضد کاروايي وکړي. خو پاکستان وايي چې د خپل وسه پورې د ترهګرۍ پرضد جګړه کړې او د صدر ټرمپ نېوکې يې بې ضاېعه بللي.