د امریکا د استخباراتي ادارې سنټرل انټيليجنس ايجنسۍ( سي ايي ای) مشر مايک پومپيو هم ويلي پاکستان په خپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي کومې چې امريکا ته ګواښ دی او که د پای ټکی ورته نه ږدي امريکابه ځان په خپله خوندي کوي.
د سي ايي ای مشر مایک پومپيو د سي بي اېس ټيلي ويژن په (فېس دې نېشن) پروګرام کې د پاکستان په اړوند پوښتنوته په ځواب کې ویلي هغه پاليسي نظر شريکول نه غواړي خو د استخباراتو نظر وړاندې کوي چې،
"پاکستان په خپله خاوره ترهګرو ته پناه ځالې ورکول دوامداره ساتلي دي کوم چې د امريکا دپاره خطره دي".
نوموړي وويل، "مونږ تر خپله وسه هڅه کوو مونږ پاکستان خبرؤ چې امريکا ته به نور دغسې کول قبول نه وي او دا د مرستو ترلاسه کولو دپاره شرط دی او مونږ دوي (پاکستان) ته موقع ورکوؤ که دا مسله هواره کړي مونږ خوشحاله يُو چې دوي سره د ملګري په حېث اړيکې دوامداره وساتو او که داسې ونه کړي مونږ به امريکا خوندي کوو".
نوموړي د پاکستان په اړوند د صدر ډونلډ ټرمپ دريځ وړاندې کړو او وې ويل، "صدر په ډاګه ويلي چې پاکستان دې ترهګرو ته د خوندي ځالو ورکولو څخه لاس واخلي څوک چې د امريکا دپاره ګواښ دي پاکستان دې ورته د پای ټکی کېږدي".
صدر ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.
د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی او واشنګټن د اسلام اباد پوځي مرستې هم ځنډولې دي.
بل لور ته پېنټاګون هم ويلي د پاکستان نه غواړي چې د ترهګرو په ضد غوڅ عملیات وکړي.
د پېنټاګون وياند کرنل روب مېننګ خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان نه ساده تمه لرو چې د طالبانو او حقاني شبکې مشرتابه او د بريدونو پلان کوونکو ته د دغه هېواد په خاوره نور ځای نه وي ترلاسه او نه د پاکستان نه دغه ډول عمليات وکړی شي.
د مېننګ په وېنا پاکستان د ترهګرۍ په ضد عملياتو په ترڅ کې اتحادي فنډ يا کولېشن سپورټ فنډر په مد کې په کال ۲۰۱۷م کې د ۹۰ کروړه ډالرو مرستې ځنډول شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي پاکستان کولی شي چې د ټولو ترهګرو په ضد په بې توپيره عملياتو کولو دا مرستې بيا ترلاسه کړي.
د پېنټاګون وياند هم ويلي پاکستان ته ويل شوي چې د ترهګرو په ضد کلک ګامونه پورته کړي.
هغه ويلي پاکستان سره به خبرې روانې وي او امريکا پاکستان سره د ترهګرو په ضد ګډو عملیاتو کولو ته تياره ده.
په پاکستان د سختو نيوکو په غبرګون کې اسلام اباد ويلي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد يې بې توپيره عملیات کړي او هيڅ يوه ترهګره ډله د پاکستان په خاوره وجود نه لري.