مولاناصوفي محمد:دفضل الله سزا یوازې مرګ دی،طالبان "خوارج" دي

مولانا صوفي محمد وویل دښځو اؤ ماشومانو وژل حرام دي

په سوات اؤ ملاکنډ کې دتندلاریتوب بنیاد ایښودونکي دتحریک نفاذ شریعت محمدي ډلې مشر مولانا صوفي محمد ویلي ملا فضل الله چې اسلام ته څومره زیان رسولی دومره ورته غیر مسلمو نه دی رسولی ځکه دهغه سزا یوازې اؤ یوازې مرګ دی.

مولانا صوفي محمد چې دپاکستاني طالبانو دتحریک دمشر ملا فضل الله سخر دی اؤ اوس،اوس د ترهګرۍ په بیلابیلو جرمونو کې دپیښور د زندان نه په ضمانت وتلی په ملا فضل الله اؤ دهغه په وسله والو یې سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي دغه خلک “د خوارجو“څخه هم بدتره دي

د زندان څخه دخوشې کیدو وروسته په لمړي ځل هغه دایکسپریس نومې یو شخصي پاکستاني ټي وي چینل سره مرکه کړې چې پکې یې خیالات د وړاندې څخه بیخي جلا وؤ.

په ملاله یوسفزئ دبرید په هکله صوفي محمد څه وایي؟

مولانا صوفي محمد په ملاله یوسفزئ دطالبانو د برید هم کلک مخالفت وښووو اؤ وئ ویل” په ملاله حمله نه وه پکار، زه د جینکو دتعلیم په ضد نه یم اؤ په تعلیمي ادارو بریدونه حرام ګڼم ، علم ترلاسه کول په هر نارینه اؤ زنانه فرض دی”

مولانا صوفي محمد وویل دښځو اؤ ماشومانو وژل حرام دي که هغه کافران ولې نه وي اؤ چاچې پيښور کې په ارمي پبلک سکول شوي برید کې ماشومان وژلي هغوئ دکافرو څخه هم بدتر دي.

هغه زیاته کړه د یو کلیمه ګو مسلمان وژل په یو قانون نه دي روا اؤ د ریاست په ضد وسله پورته کول هم د شریعت په ضد عمل دی.

دپوځ په ضد جنګ حرام

په امنیتي ځواکونو دبریدونو په تور یوه اوږده موده په زندان کې تیروؤنکي مولانا صوفي محمد دپاکستان دپوځ څخه کلکه دفاع وکړه.

دهغه وینا وه” دپاکستان دپوځ په ضد جنګ حرام دی ځکه چې که دا پوځ نه ؤ نو پاکستان به ډیر پخوا ویشل شوی ؤ، ، پوځیان زمونږ مجاهدین دي اؤ هم ددوئ له برکته هیواد کې امن ټینګ دی”

هغه په دغه مرکه کې زیاتې نیوکې پخپل زوم اؤ دپاکستاني طالبانو په مشر ملا فضل الله وکړې اؤ وئ ویل “فضل الله ماسره تر ټولو زیاته دښمني کړې ده ځکه چې هغه اؤ ملګرو یې زما تحریک ختم کړو اؤ هغوئ ته چې څومره سزا هم ورکړل شي کمه به وي”

د مولانا صوفي محمد ماضي

۹۲کلن مولانا صوفي محمد په ملاکنډ ډویژن کې د تندلاریتوب بنیاد ایښودونکی یا بنسټ ګر بلل کیږي.

هغه په کال ۱۹۹۲م کې دتحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم دتندلارو یو تنظیم جوړ کړی ؤ چې دغه تنظیم به د” تور پټکو“په نوم هم یادیدو

دنائن الیون دپیښو نه وروسته چې کله امریکا خپل پوځونه افغانستان ته داسامه اؤ طالبانو د واکمنۍ ړنګولو دپاره ولیږل نو په هاغه مهال مولانا صوفي محمد دسوات ،دیر، باجوړ اؤ مهمندو په زرګونو وسله وال دامریکا په ضد جنګیدو دپاره افغانستان ته بوتلي وؤ چې په سوونو پکې وژل شوي وؤ په سوؤنو نور تر ننه بې درکه دي.

افغانستان کې دطالبانو له ماتې ورسته پاکستان ته په راګرځیدو مولانا صوفي محمد ونیول شو اؤ تر کال۲۰۰۸م پورې زندان کې پروت ؤ.

خو وروسته بیا خییبر پښتونخوا صوبه کې دعوامي نیشنل پارټۍ دحکومت په مهال دیو تړون له مخې هغه د زندان نه خوشې کړل شو تر څو په سوات کې تندروه طالبان حکومت سره روغې ته تیار کړي.

په ۱۶مه فرورۍ کال ۲۰۰۹م کې د صوفي محمد په هځو د پوځ اؤ طالبان ترمینځ موقتي اوربند وشو اؤ صوفي محمد د حکومت سره ژمنه وکړه چې خپل زوم مولانا فضل الله اؤ دهغه ملګري به حکومت سره خبرو ته کښینوي.

خو په اپریل ۲۰۰۹ کې مولانا صوفي محمد حکومت سره دسولې دتړون نه پشا شو اؤ تور یې ولګولو چې حکومت ملاکنډ کې دشرعي نظام نافذؤلو په کار کې دلم لیټ نه کار اخلي.

په ۱۹م اپریل ۲۰۰۹م کې یې جمهوریت غیراسلامي نظام وګرځولو اؤ حکومت څخه یې وغوښتل چې د څلورو ورځو دننه ملاکنډ محکمو نه ججان لري اؤ اسلامي محکمه دارالقضاء جوړه کړي.

په دریم جون ۲۰۰۹م کې پوځ صوفي محمد د کوز دیر اماندرې سیمې څخه ونیولو اؤ هغه یې په پولیس تاڼه دبرید، دریاست په ضد دسازش اؤ ترهګرو دپاره دپیسو راټولولو په جرمونو کې دپيښور مرکزي زندان ته واچولو.

د روان کال په اتمه جنورۍ دپیښور ایالتي محکمې دهغه د ضمانت خواست ومنلو اؤ تیره روانه اوونۍ دزندان نه خوشې کړل شو