د پاکستان د ټي وي کوربه — خبریال که سیاست مدار؟

په پاکستان کې د شپږ کلنې زېنب سره د جنسي زیاتي او بیا د هغې په وژنه کې د ککړ تن په اړه د شخصي ټي وي کوربه ډاکټر شاهد مسعود حیرانونکو انکشافونو د هېواد تر ټولو ستر عدالت سپريم کورټ پام هغه ته اړولی دی.

شاهد مسعود په خپل پروگرام کې دعوا کړې وه چې د زينب د قتل په تور کې د نیول شوي تن عمران علي د بینک ٣٧ اکاونټونه (کهاتې) دي او هغه د بربنډو فلمونو د نړیوال صنعت غړی دی چې ملگرتیا یې د پنجاب صوبې یو وزير کوي.

نوموړی په ټي وي باندې کړو د خپلو دعوو ثابتولو لپاره سپريم کورټ ته ورغلی وو او داسې نه ښکاري چې د خپلې خبرې څخه اوښتې دی. په نشریاتو کې راغلي دي چې مسعود د قاضي په وینا په یو ساده کاغذ د هاغه وزير نوم هم عدالت ته پټ ورکړو چې دی یې د عمران ملاتړې گڼي.

اوس د پاکستان سپريم کورټ شاهد مسعود ته امر کړی دی چې د لگول شوي تورونه ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړي.

د شاهد مسعود د تورونو څخه یوه ورځ ورستو د پاکستان د پنجاب حکومت یو چارواکي ملک احمد خان ويلي دي د هېواد سرکاري بینک ( سټیټ بینک) د رپورټ تر مخه د عمران یو هم بینک اکاونټ نشته دی. او دشاهد مسعود تورنه بې بنیاده دي.

د پاکستان د نشریاتي ادارو په خپرونو نظر لرونکي څیړنکاران وايي د خپرونو کوربانه خپلو ځانونو ته خبریالان یا څیړنکاران نا بلکې سیاسي مشران وايي.

په ېښور پوهنتون کې د صحافت د څانگې مشر (چیرمین) او د کتاب " دي مسلم ایکسټريمیسټ ډسکورس : کنسټرکټينگ آس ورسیز دېم" لیکونکي فيض الله جان په خیال کله چې د خپرونو کوربانه د ټي وي په شيشه ښکاره شي نو د هغويي نه دا هېر شي چې د دويي کار اولس ته خبرونه ور رسول او د هغې څیړنه ده:

"دويي بیا د یو سیاسي لیډر( مشر) په برابر رتبه کې ځان ته گوري"

څیړونکي دا هم فکر کوي چې د پاکستان د شخصي ټي وي چینلونو صنعت دا وخت په دوه ډلو کې وېشل شوی دی. یوه ډله د مرکزي واکمن گوند مسلم ليگ نون او بله ډله د حکومت مخالفه گوند عمران خان تحريک انصاف پلؤ ته ولاړه ده.

زینب د پنجاب په قصور ښار کې دروان کال په څلورمه جنورۍ د خپل کور څخه نزدې تښتول شوې وه اوبیا یې څو ورځې ورستو مړی وموندل شو. اوس پولیسو د هغې سره د زنا او قتل په تور کې عمران نومې یو تن نیولی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي عمران یو سیریل کلر یعني په تسلسل سره قتل کونکی دی او د مرکزي حکومت نه علاوه په پنجاب صوبه کې د حکومت مخالفه مذهبي مشر ډاکټر طاهر القادري مننونکی دی. ډاکټر شاهد مسعود هم د حکومت مخالفه خپرونې د یو کوربه په توگه مشهور دی.

ښاغلی جان د دغه دريځ سره اتفاق لري چې ځيني چینلې غواړي د اوسني حکومت تخته نسکوره کړي:

"او.... ځيني کوربانه د څه حکومتونو د جوړولو او دڅه د ورانولو کارونه کوي"

د څېړونکو په خیال دا وخت یو طاقتوره شخصي ټي وي ای ار وائ د حکومت مخالف ټي وي چینلو د کتار په لومړي سر کې او بل طاقتوره مطبوعاتي او نشریاتي ډله جیو او جنگ د حکومت د پلویانو په لومړي کتار کې ولاړ دي.

په پاکستان کې د معتدل او ریښتوني خبریالتوب دعوا لرونکي انگریزۍ اخبار ډان په پېښور کې مشر ښاغلی اسماعيل خان وايي په ټي وي چینلو د روانو خپرونو څخه ښکاري چې یوه ډله د حکومت اوبله د مخالفه گوندونو لپاره خپرونې کوي.

خو دغه چینلی زیاتره وخت دا دعوا کوي چې دويي معیاري صحافت کوي. اسماعيل خان وايي دغه دعوا سمه نه ده:

" دهغويي د ایډیټوریل (ادارتي) تگ لارې نه معلومیږي چې دويي یو طرف ته روان دي.... د ټي وي چینلو د خبرو اترو په خپرونو کې چې څه کیږي دهغې اولس ته پته لگي چې بې تولې دي"

په پروگرام "اینډ اف ټایم" کې هغه ځان د پاکستان خلقو ته د یو مذهبي مبلغ او په راتلونکو پېښو د یو خبر انسان (پېش گويي کونکی) په توگه ورښکاره کړې وو.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي مسعود په خپلو خپرونو کې حیرانونکي انکشافونه کړي وي. د ښاغلي مسعود په زیاتره خپرونو کې د حکومت د ختمیدلو، د هندوستان په ضد د پاکستان په جگړه کې دبري موندلو او دقیامت د راتگ انکشافونه هم کیږي. په پروگرام "اینډ اف ټایم" کې هغه ځان د پاکستان خلقو ته د یو مذهبي مبلغ او په راتلونکو پېښو د یو خبر انسان (پېش گويي کونکی) په توگه ورښکاره کړې وو. ښاغلي مسعود به په دغه خپرونه کې د راتلولنکي دور په حقله شهادتونه ورکول.

ښاغلی اکثره د خپلې خبرې په دليل کې وايي " میرا خیال هی" یعني دا زما گمان دی. نوموړی په یو پروگرام کې وايي چې دهغه معلومات د راتلونکي وخت لپاره یو شهادت دی.

د ښاغلي جان په خیال چې کله په پاکستان کې یواځې سرکاري ټي وي وو نو خلقو ته به دا ویل کیدل چې دا یواځې د حکومت خبره کوي او رښتیا نه وايي او چې کله شخصي ټي چینلی راغلې نو خلقو ته اوویل شو چې دا—" اوس اذاده میډیا ده". ښاغلی جان وايي:

" شاهد مسعود او داسې نور کوربانه ددغه تاثر څخه گټه پورته کوي چې دويي خپلواکه میډیا له کار کوي"

د ښاغلي مسعود په ضد قضیې

د شاهد مسعود په ضد په پاکستان کې د دروغو د خپرونو په سر یو شمېر قضیې جوړې شوې دي.

یو ورځ د مخه د پنجاب حکومت ډاکټر شاهد مسعود ته د دروغو او بې سره قيصو په سر یو عدالتي خبرداری ورلیږلی دی. دپنجاب حکومت وايي ښاغلي مسعود په حکومت بې بنیاده تورنه لگولي دي.

په پاکستان کې د ټيلي وژن چینلو د څارنې او ورته د لایسنسونو ورکولو ادارې پېمرا په کال ٢٠١٧ کې په بول ټي وي د ډاکټر شاهد مسعود خپرونه ٣٠ ورځو لپاره وتړله او ورته یې د یو میلین روپو جرمانه واوروله. دښاغلي مسعود په ضد د هاغه وخت د خزانې وزير اسحاق ډار د حکومت په ضد د دروغو د خپرونې تور لگولی وو .

په کال ٢٠١٦ کې پېمرا د شاهد مسعود په خپرونه د ۴٥ ورځو پابندي لگولې وه. پېمرا ویلي وو ښاغلي مسعود د سنده د ستر عدالت په ستر قاضي د بډو رشوتونو د اخستلو د دروغو تورونه لگولي وو.

په کال ٢٠١٣ کې ښاغلي مسعود د عدالتونو د بدنامولو په سر یوه ليکلې شوې معافي نامه په عدالت کې جمع کړې وه.

په ٢٠١٠ کې په کراچۍ کې د ښاغلي مسعود په ضد یو قضيه کې ویل شوي وو چې هغه د خپلې خپرونې په لاره د کلتوري کينې او کرکې خپرولو کوښښ کړی دی.

ډاکټر شاهد مسعود څوک دی؟

د یو پاکستاني ویب سایټ تر مخه ډاکټر شاهد مسعود په شپږم مارچ ١٩٦٧ کې زیږیدلی دی. ښاغلي خپلې لومړۍ زدکړې په سعودي عربستان کې کړي دي. د ښاغلي دوه کشران وروڼه هم دغلته زیږدلي وو.

ډاکټر شاهد مسعود د پېشې په لحاظ ډاکټر دی. هغه د ډاکټرۍ ډگري د جناح سنده میډیکل یونیورسټۍ څخه اخستې ده. خو ښاغلی ډاکټري نه کوي او دا وخت په نیوز ون ټي وي د سیاسي څیړنکار په توگه کار کوي.

ښاغلی د جیو ټي وي او ای ار وايي ټي وي نه علاوه د پاکستان د سرکاري ټي وي ، پي ټي وي هم مشر او د پخواني وزیراعظم یوسف رضا گیلاني صلاح کار پاتې شوی دی.

د هغه په خپرونو کې "اینډ اف ټایم"، "ویوز ان نیوز" او "میری مطابق" ډېر مشهور شوي وو. که څه هم په دغه پروگرامونو کې د هغه دعوې او خبرې حکومت، پېمرا او ځيني سیاسي گوندونو او شخصیتونه دروغ بللي دي خو بیا هم ښاغلی مسعود په ټویټر نیم ملین پلویان لري.

۔