اولسي پاڅون،ډیره اسمعیل خان کې دحکومت پلوه طالبانو دفترونه سوزول شوي

دخیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د حکومت پلوه طالبانو په ضد اولسي پاڅون شوی اؤ پاریدلو خلکو د طالبانو دفترونه سوزولي دي.

خو پولیس وایي پاریدلو خلکو قانون په لاس کې اخستی اؤ په ضد به یې کارروایي کولی شي

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې دسه شنبې په ورځ دوزیر بیټني، محسود،ګنډا پور اؤ کنډي قبیلی په سوؤنو زلمي اؤ مشران دډیره اسماعیل خان شیخ یوسف سیمه کې دحکومت پلوه طالبانو په دفترونو ورختلي اؤ اور یې ورته کړی.

Your browser doesn’t support HTML5

دطالبانو دفتر

سرچینې وایي دطالبانو په ضد دغه قامي پاڅون وروسته له هغې شوی چې دوه ورځې وړاندې په سیمه کې جنوبي وزیرستان شکئ سیمې سره تعلق لرونکی د ګومل پوهنتون دقانون دڅانګې یو محصل ادریس حکومت پلوه طالبانو ووژلو.

د وژل شوي محصل د وژنې مقدمه د لسو کسانو په ضد درج کړل شوې وه اؤ قامي مشرانو تیره ورځ پولیسو اؤ حکومت ته مهلت ورکړی ؤ چې که دسه شنبې تر سحره د ادریس په وژنه کې ککړ کسان ونه نیول شي نو هغوئ به پخپله کاروایي ورکړي.

سرچینې وایي نن سحر لس بجې ددغه مهلت په سرته رسیدلو په سوؤنو زلمي اؤ مشران د شیخ یوسف سیمې ته ورغلل اؤ دطالبانو دفترونه یې وسوزؤل.

سرچینې دا هم وایي چې په دغه موقعه پاریدلو مظاهرینو ته د حکومت پلوه طالبانو د دفترو څخه وسلې، مخدره مواد اؤ دګاډو جعلي نمبر پلیټې یا بورډونه هم په لاس ورغلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو دفتر

دسرچینو په وینا دغه برید کې دطالبانو د دفترو ترڅنګ دهغوئ لس ګاډي هم په بشپړ ډول سوزیدلي خو پخپله طالبان ددغه سیمې نه تښتیدلي دي.

خو دډیره اسماعیل خان دپولیسو د ډي ایي جي دفتر بیا وایي چې ادریس دڅو زلمو خپلو کې دنښتې په مهال وژل شوی.

دپولیسو لخوا ډیوه ویب پاڼې ته د لیږل شوي سپیناوي له مخې د ادریس په وژنه کې ککړ دشیرمحمد په نوم یو تن پولیسو نیولی اؤ د نورو د نیولو هڅې یې کولې خو نن د د وژل شوي طالبعلم ادریس دډلې خلکو د تورنو خلکو په دوؤ ودانیو اور لګولی اؤ دهغوئ ګاډي یې هم سوزولي چې پولیس به ددوئ په ضد کارروایي کوي

سرچینې وایي چې په شیخ یوسف سیمه کې دډیره وخته راهسې حکومت پلوه طالبانو خپل دفترونه پرانستي وؤ اؤ په سیمه ایزو خلکو به یې خپل امرونه عملي کول.