افغانستان زمبابوې ته د شل اووریزو لوبو په دویمه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

افغانستان زمبابوې ته د شل اووریزو لوبو په دویمه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

په شارجه کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرکټ په نننۍ لوبه کې افغانستان لومړی بېټینګ کړی او په ۲۰ اوورونو کې یې ۱۵۸ منډې جوړې کړي دي، چې په ځواب کې یې د زمبابوې لوبډلې یواځې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او لوبه افغانستان په ۱۷ منډو وګټله.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د روانو شل اووریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هم زمبابوې ته په ۵ وکټونو ماتې ورکړې وه.