خېبرپښتونخوا او قبايلي سيموکې به د باران او واورو لړۍ تر سبا روانه وي

خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې باران او واورې

په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د تېرې شپې راهسې پېل شوی باران او غرييزو علاقو کې به د واورو ورېدو لړۍ تر سبا سه شنبې، نهې د ماښام پورې روانې وي.

د خېبرپښتونخوا د موسمياتو د محکمې مرستيال مشر عبدالشکور ډيوه سره خبرو کې وويل په جنوبي او شمالي وزيرستان کې به د سبا نه موسم پاک شي.

هغه وويل "د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې سبا پورې د باران ورېدو امکان دی او په برنو غرييزو علاقو باندې به د واورې سلسله تر سبا ماښامه پورې روانه وي".

نوموړي زياته کړه د ۱۱م فرورۍ څخه پېل د بارانو او واورو دا لړۍ به د ۱۳م فرورۍ پورې روانه وي او له دې وروستو د روانې میاشتې ۱۵م يا ۱۶م نېټې د نورو بارانونو امکان هم شته دی.

د موسمياتو د محکمې چارواکي وايي دا بارانونه او واورې ډېرې په ښه وخت کې وشوې ځکه چې په سیمه کې د للمې په ځمکو فصلونو ته د بارانونو يا اوبو سخت ضرورت وو او د دې ترڅنګ د بارانونو نه کېدو له سببه ناروغۍ هم خورې شوې وې.

د کرکيلي د چارو کار پوهه رحمت الدين وايي دا بارانونه د فصلونو دپاره ډېر ګټور دي او په للمو کې فصلونو دې بارانونو ته سخته اړتيا لرله.

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "د غنمو فصلونو باندې به اوس کيميايي سرې ښه اثر ولري پکار ده چې خلک باغونو ته ډي اي پي، نايئټروفاس سرې واچوي او د للمو ځمکو د يو اېکړ په سر دې د غنمو فصل ته يوه بوجۍ سونا يوريا سره واچوي ښه اثر به يې وي".

د خېبرپښتونخوا زياتره جنوبي او غرييزو علاقو او د دې ترڅنګ قبايلي علاقو کې کرکروندې په باراني اوبو کيږي او چې کله په دغو سيمو کې بارانونه ونشي فصلونه سخت اغېزمن کيږي او په غرونو د وارو نه کېدو له سببه بيا د اوبو چينې او په سیندونو کې سره اوبه هم کمې شي.

پوهان وايي دا بارانونه نه يواځې د فصلونو دپاره ډېرې ګټې لري بلکې د موسمي ناروغو د مخنيوي سرچينه هم ګرځي.