د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې ځوان اسپېنر بالر مجيب الرحمان ځدران د پاکستان د پخواني تېز بالر وقاريونس د پينځه لوبغاړو سوځولو ۲۸ کلن ريکارډ په خپل نوم کړی دی.
د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) ترمخه د افغانستان مجيب الرحمان چې دا وخت يې عمر ۱۶ کاله ۳۲۵ ورځې دی په ۵۰ رنزونو ورکولو يې پينځه لوبغاړي وسوځول او د يو کم عمره بالر دا ريکارډ يې په خپل نوم کړو.
At the age of just 16 years and 325 days, Mujeeb Zadran becomes the youngest player to take a five-for in ODIs, beating @waqyounis99 who took his first at 18 years and 164 days! #howzstat #AFGvZIM pic.twitter.com/U6G2dL6CBW
— ICC (@ICC) February 16, 2018
مجيب ځدران د جمعې په ورځ ۱۶م فرورۍ د زمبابوی پرضد يو ورځنۍ سيالۍ کې دا ريکارډ جوړ کړی دی.
له دې وړاندې د پاکستان پخواني تېز بالر وقار يونس ۲۸ کاله وړاندې د کال ۱۹۹۰م د اپرېل په ۲۹م د سري لنکا پرضد سيالۍ کې په ۲۶ رنزونو ورکولو شپږ لوبغاړي اؤټ کړي وو خو هغه وخت د هغه عمر ۱۸ کاله او ۱۶۴ ورځې وو.
د تېر کال د مارچ په مياشت کې هم د افغانستان راشدخان د اييرلېنډ په ضد لوبه کې په ۴۳ رنزونو ورکولو شپږ لوبغاړي سوځولي خو د راشدعمر دغه وخت ۱۸ کاله او ۱۷۸ ورځې وو.
ايي سي سي ويلي مجيب په کم عمر کې د ښه لوبې د پېل سره غټې کاميابۍ ترلاسه کولی شي.
مجيب ځدران په وروستيو کې د ۱۹ کلنو په نړيوال کرکټ کپ کې هم د افغانستان لخوا ښه لوبه کړې او د نيوزي لېنډ پرضد لوبه کې يې شپږ وکټې اخستې وې.
د ځوان بالر په ښه بالنګ د افغانستان لوبډله تر سيمې فاينل پورې رسېدلې وه.
مجيب ځدران چې اپ اسپين، ليګ اسپين او ګوګلي بال کوي په خپل ښه بالنګ د هند په پريئميرليګ کې د پنجاب لوبډلې هم اخستی دی.
د افغانستان او زمبابوی ترمنځ په شارجه کې د پينځه يو ورځنو لوبو سيريز روان دی په کوم کې چې څلور لوبې شوي او افغانستان پکې د درېو لوبو ګټلو سره دغه سيريز هم ګټلی دی.
له دې وړاندې افغانستان د زمبابوی نه د ټي ټيونټي دوه لوبې هم ګټلي وې.