د افغانستان کرکټ لوبډلې ستوری لوبغاړی اسپنر بالر راشد خان د نړیوال کرکټ په تاريخ کې لمړی کم عمره کپتان جوړ شوی دی.
د کرکټ د نړيوالې شورا ترمخه راشدخان خان چې دا وخت يې عمر ۱۹ کاله ۱۶۵ ورځې دی د هغه په مشرۍ (کپتانۍ) د افغانستان لوبډله نن د يکشنبې، اتوار په ورځ زمبابوی کې د سکاټ لېنډ پرضد مېدان ته کوزيږي.
زمبابوی کې نن د کرکټ نړیوال کپ دپاره د غوراوي (کواليفاير) سيالۍ پېل کیږی.
راشد خان د لوبډلې کپتان اصغر ستانکزۍ له ناروغۍ له سببه د لوبډلې مشر ټاکل شوی دی.
د افغانستان لوبډلې په کال ۲۰۱۳م کې د نړيوال کرکټ اېسوسي اېټ غړيتوب ترلاسه کړی او دا وخت پوره غړيتوب لري.
د لسو تنو خويندو وروڼو ورور راشدخان نه يواځې په خپله کورنۍ بلکې په نړيوال کچ غوره اسپېنر ګرځول شوی او ځان يې د ټي ـ ټيونټي په بهرنو سیالیو کې ځلولی دی.
په ۲۰۱۵م کې د نړيوال کرکټ څخه پېل کوونکي راشدخان تراوسه پورې څو نړیوال ريکارډونه مات کړي او جوړ کړي دي.
هغه تېر کال د ويسټ انډيز پرضد د افغانستان لوبډلې په سيالۍ کې په ۱۸ رنزونو ورکولو اووه لوبغاړي سوځولي اود نړۍ څلورم بالر جوړ شوی چې اووه لوبغاړي يې سوځولي وو.
راشدخان د يو ورځنو سيالیو وروستو د ۲۰ اووريزو یا ټي-۲۰ لوبو غوره بالر ټاکل شوی او دغه اعزاز يې ګټلی دی.
نوموي په ټي ـ ټيونټي سياليو کې د غوره بالر اعزاز د زمبابوې پرضد لوبو کې د ۸.۴ اورونو په اوسط د ۵ لوبغاړو په سوځولو دغه مقام ترلاسه کړی دی.
راشد خان د افغانستان قامي لوبډلې لپاره ۲۹ ټي-۲۰ لوبې کړي او ۴۸ وکټې یې ترلاسه کړي دي.
راشد خان د هندوستان، اسټریلیا، برتانیې، وېسټ انډیز او بنګله دېش په لیګ مېچونو کې هم لوبیږي او دغلته هم کامیاب بالر ګڼل کیږي.
راشدخان او محمدنبي لمړی افغان لوبغاړي دي چې د هند په پريمئير لوبو کې به ولوبيږي.
ځوان افغان لوبغاړي راشدخان په خپله غوره سپېن بالنګ د نړیوال کرکټ پام ځان ته اړولی دی او هغه وايي ویاړي چې د هند او اسټريليا په غټو ليګ سياليو کې لوبېدلی او لوبيږي.
د اسټریليا پخواني ياد کرکټر ډين جونز د راشد خان په اړوند ویلي هغه په بشپړ ډول بدل لوبغاړی دی، هغه ويلي په اوسني وخت کې يو بېټسمېن نشي کولی چې د هغه په اسپېنر بال پوهه شي.
۱۹ کلن راشدخان د جنورۍ په مياشت کې د کرکټ نړيوال کونسل د (اېسوسي اېټ کرکټر اف دې ائير) جايزه ګټلې ده.
راشد ته دغه جايزه يواځې په کال ۲۰۱۷م کې د ۶۰ وکټو يا لوبغاړو په سوځولو ورکړل شوې او هغه په اېسوسي اېټ لوبغاړو کې دغه ريکارډ جوړ کړی او ۴۳ يو ورځنو لوبو کې يې هم ريکارډ دی.
د افغانستان لوبډله چې د کال ۲۰۱۹م د نړیوال کپ د غوراوي دپاره د راشدخان په مشرۍ د سکاټ لېنډ پرضد لوبيږي، د غوراوي په دغو سياليو کې لس لوبډلې شامل دي.
د افغانستان لوبډله د راتلونکي کال په نړيوال کپ کې د غوراوي دپاره په غوره لوبډلو کې شماريږي.