د ايران د بهرنو چارو وزير جواد ظريف د پاکستان سفر کړی

د ايران د بهرنو چارو وزير جواد ظريف

د ايران د بهرنو چارو وزير جواد ظريف د پاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی چرته چې به نوموړی د پاکستان د حکومتي او پوځي مشرتابه سره ليده کاته کوي.

نوموړی چې د يکشنبې/ اتوار په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی هغه سره ۳۰ کسيزه پلاوی هم دی او د ايران پلاوی به په پاکستان کې چارواکو سره په دوه اړخيزه سوداګرۍ، توانايۍ کلتور او د اولس په کچه د اړيکو په سر خبرې وکړي.

د ايران د بهرنو چارو وزير په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې د دواړو اړيکو د تېرې يوې مودې نه ښې نه دي.

د پاکستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ ترڅنګ په دواړخيزه اړيکو خبرې په داسې حال کې کيږي چې ايران د پاکستان غليم هېواد هند ته د افغانستان سره تجارت دپاره د چابهار بندر ورکړی دی.

افغان سوداګرو د پاکستان په ځای خپله سوداګري د چابهار بندر پله اړولې او دريځ لري د پاکستان په بندرونو ورته ستونزې لاپسې سېوا کيږي او د تورخم او چمن پولې هم ورته بندولی شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا په وېنا د پاکستان او افغانستان سوداګري په تېر دوه کاله موده کې د ۲.۷ اربه ډالرو نه ۱.۲ اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي ډيوه سره په خبرو کې ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېدو ګټه هند او چين ته رسي ځکه هند د هغو توکو ځای نيسي کوم چې د پاکستان نه افغانستان ته لېږل کيږي.

بل لور ته تيره مياشت پاکستان سعودي عرب ته د نور پوځ لېږلو ويلي ؤ.

سعودي عرب په کال ۲۰۱۵م کې په يمن کې هغه وخت هوايي پوځي بريدونه پېل کړي چې کله د ايران ملاتړي حوثي ياغيان په پلازمينه صنعا وروختل او بيا يې په ۲۰۱۶م کې د سعودي عرب ملاتړي صدر ابو ربو منصور هادي حکومت نسکور کړو.

سعودي عرب د ايران ملاتړو حوثيانو پرضد عملياتو کې پاکستان نه پوځ غوښتی خو په پارلیمان کې د يو قرارداد د لارې په دغه معامله کې د بې طرفه پاتې کېدو ويل شوي وو.

خو وروستو د سعودي عرب په مشرۍ د ۴۱ اسلامي ملکونو اتحاد جوړ شوی چې پاکستان يې برخه دی او د دغه اتحاد مشري هم د پاکستان د پوځ پخوانی سرلښکر راحيل شريف کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر هيله څرګنده کړې د جواد ظريف دسفر سره به د پاکستان او ايران ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړيکې سېوا شي.