دافغان سرتیرو عملیاتو کې ۴۵ طالبان وژل شوي دي

افغان چارواکي وایي دطالبانو په ضد دعملیاتو لړۍ دوام لري په تیر یو شوار رورز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې په زمکنیو اؤ هوایي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۵ طالبان وژل شوي اؤ ۳۳ نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو په ضد روانو عملیاتو کې وروسته له هغې چټکتیا لیدل شوې چې روانه میاشت افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو ته دسولې وړاندیز وکړو اؤ هغوئ پرې غلي پاتې شول.

د افغانستان د ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي په تېر یو شواروز کې په ننګرهار، کونړ، پروان، غزني، میدان وردګ، کندهار، زابل، اروزګان ،فراه بادغیس، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې دطالبانو په ضد چټک عملیات شوي.

دجمعې په ورځ دافغانستان خبري اژانس پژواک دسرچینو له خولې ویلي دزابل په میزان او اټغر ولسوالیو کې ۱۳ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان ، یو موټر او یو موټر سایکل يې هم له منځه وړل شوي،

همدغه شان د فاریاب د شرین تګاب په ولسوالۍ کې ۸ ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان او د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې ۶ وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان ، د نشه يي توکو ۶ کارخانې او د پروسس یو ماشین هم له منځه وړل شوی دی .

ددفاع وزارت زیاتوي عملیاتو کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې ۳ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د اروزګان ولایت مرکز اړوند ګورګک سیمه کې ۲ ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۲ موټر سایکلونه يې له منځه وړل شوي دي .

طالبانو ددې تازه عملیاتو په اړوند کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د روان کال دپیل څخه دافغان امنیتي سرتیرو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې شدت پیدا شوی اؤ په دغو نښتو کې دلسګونو امنیتي سرتیرو تر دسوؤنو طالبانو اؤ عامو وګړو د وژل کیدو راپورونه مخې ته راغلي دي.

افغان اولسمشر اشرف غني روانه میاشت طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې که هغوئ د سولې دبهیر سره یو ځایې شي نو دولت به یو شمیر امتیازات ورکړي خو طالبان د سولې په دغه وړاندیز غلي پاتې شوي دي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم تیره ورځ ویلي وؤ خپلو کمانډرانو ته یې د طالبانو د ټکولو واک ورکړی دی.