جنرال ډنفورډ افغانستان ته د امريکا پوځي کمپاين کتو له ورغلی

د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال ډنفورډ د دوشنبې/ ګل په ورځ د افغانستان سفر کړی چې دغلته د طالبانو سره راتلونکې جګړه ييزه مودې دپاره پوځي کمپاين او د امریکا د تربيې د ډلو سره افغان هوايي ځواک وګوري او ځان پوهه کړي.

د ای پي ترمخه نوموړي ويلي هغه غواړي چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د اتحاد په راتلونکو میاشتو کې د جګړې د اهدافو نه ځان خبر کړي.

هغه سره په سفر کې خبريالانو سره په خبرو کې ډنفورډ ویلي، دوي د اغېزناکو اقداماتو دپاره د بحث په لټه کې دي چې څنګه امريکا په راتلونکې کې څه ته اړتيا لري چرته ضرورت دی او هغه څنګه عملي شي.

پېنټاګون د څو مياشتو راهسې په دې فکر کوي چې امریکا د افغانستان د اوږدې مودې دغه جګړې ته د پای ټکی کېږدي، او د سپينې ماڼۍ په بحث کې به په هغو کامیابو اقداماتو بحث کيږي چې صدر ډانلډ ټرمپ د سيمې دپاره د يوکال نوې تګلاره وړاندې کوي.

صدر ټرمپ د تير اګست په میاشت کې نوې تګلاره اعلان کړې او نور امريکايي عسکر يې رالېږلي وو.

ډنفورډ ویلي، په اصل کې زما هدف دا دی چې په راتلونکو دوه مياشتو کې مونږ ته څه کول دي.

نوموړي په خپله په افغانستان کې د فرورۍ ۲۰۱۳م نه تر اګست ۲۰۱۴م پورې د امريکا او اتحادي ځواکونو مشري کړې ده.

هغه ويلي اصل تمرکز به يې دا يقيني کول وي چې په افغانستان کې امريکايي جنرال جان نکلسن څه ته اړتیا لري.

ډنفورډ په داسې حال کې د افغانستان سفر کړی چې دهغه نه دوه اوونۍ وړاندې د امريکا د دفاع وزير جېم مېټس د کابل سفر کړی ترڅو په طالب وسله والو فشار سېوا کړي چې د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ سېوا کول هم په طالبانو د فشار سېوا کولو برخه ده.

افغانستان ته نزدې پينځه اوونۍ وړاندې نور ۱۰۰۰ امریکايي عسکر لېږل شوي څوک چې به افغان ځواکونو ته د سلا مشورو ورکولو سره د دوي روزنه کوي او نورې مرستې به هم ورسره ورکوي. افغانستان کې دا وخت ۱۴زره امریکايي عسکر شتون لري.

د دې ترڅنګ امريکا افغانستان ته نورې جنګي الوتکې هم ورکړي دي.

ډنفورډ تیر کال په دسمبر کې د افغانستان سفر کړی ؤ کله چې د امريکا نور عسکرلا افغانستان ته نه ؤ لېږل شوي.