څېړونکي: په پاکستان کې پر نویو انتخاباتي حلقه بندیو اختلافات راتلونکې ټاکنې ځنډولای شي

د انتخاباتو کمیشن په پاکستان کې د نوې سرشمېرنې په اساس نوې فارموله اعلان کړې، چې له مخې به یې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د ۷۸۰۰۰۰ ووټرانو (رایه ورکوونکو) پر سر نوې انتخاباتي حلقه جوړېږي.

په پاکستان کې به د اګست په میاشت کې عام انتخابات کېږي، خو د دې هېواد سیاسي پارلماني ګوندونو د انتخاباتو د کمېشن له خوا پر نویو انتخاباتي حلقه بندیو سختې نیوکې کړې دي، چې د څېړونکو په وینا د انتخاباتو د ځنډېدو سبب جوړېدای شي.

د پاکستان د قانون جوړونې د پراختیا او شفافیت ادارې (پیلډاټ) مشر احمد بلال محبوب وېره څرګندوي، چې که پر حلقه بندیو د سیاسي ګوندونو اعتراضات او اندېښنې لرې نه شوې، نو کېدای شي چې راتلونکي عام انتخابات وځنډېږي:

"یوه ډله داسې هم شته چې غواړي انتخابات په څه نه څه توګه وځنډول شي، ځکه چې هغوی د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د حلقه بندیو پر سر له اختلافه ګټه اخیستلای شي، نو پکار ده چې په دې اړه د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو اندېښنې ختمې کړل شي"

د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د ټاکنیزو حلقه بندیو ځانګړې کمېټۍ یوه غونډه کړې او د ټاکنو د کمیشن له خوا پر نویو اعلان کړو انتخاباتي حلقه بندیو یې اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دا حلقه بندۍ د انتخاباتو د قانون په رڼا کې نه دي جوړې شوې.

د پارلماني کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې دوی به د نویو حلقه بندیو پر سر د اختلافاتو له امله خپلې سپارښتنې پارلمان ته وړاندې کوي او هڅه به کوي چې د انتخاباتو په قانون کې د بدلون یا نوي قانون له لارې د نویو انتخاباتي حلقه بندیو ستونځه حل کړي.

د انتخاباتو کمیشن په پاکستان کې د نوې سرشمېرنې په اساس نوې فارموله اعلان کړې، چې له مخې به یې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د ۷۸۰۰۰۰ ووټرانو (رایه ورکوونکو) پر سر نوې انتخاباتي حلقه جوړېږي.

د پاکستان د انتخاباتي قانون په اساس په یوه- نیمه حلقه کې د ووټرانو په شمېر کې ۱۰ فیصده زیاتوالی او کموالی راتلای شي، خو د انتخاباتي کمیشن له خوا په ۸۱ نویو اعلان شوو حلقو کې دغه توپیر ډېر زیات لیدل کېږي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف په پاکستان کې د ۲۰۱۳م کال په عامو انتخاباتو کې خپل ووټ اچوي.

د پاکستان پر انتخاباتي نظام کارکوونکې شخصي ادارې او سیاسي ګوندونه وایي په ۵۹ حلقو کې دغه توپیر ۲۰ فیصده، په ۱۱ حلقو کې ۳۰ فیصده او په ۵ حلقو کې خو ۵۰ فیصده ته رسېدلی دی.

په قومي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عبدالقهار ودان وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د انتخاباتو کمېشن په نویو انتخاباتي حلقه بندیو کې له پښتنو سره زیاتوب کړی دی، چې وایي که د دوی اعتراضات او اندېښنې په پام کې ونه نیول شي، نو د راتلونکو انتخاباتو نتیجې به هیڅوک هم ونه مني:

"چمن ته د ۴۰۹۰۰۰ ابادۍ پر سر یوه صوبايي انتخابي حلقه ورکړل شوې ده، خو جعفراباد او جل مګسي سیمو ته یې پر درې- درې لکه ابادۍ باندې د قومي اسمبلۍ حلقې ورکړې دي. دا دوه معیاره باید نه وي. الیکشن کمېشن چې کومه فارموله ایښې ده له هغه سره وېش دي وشي، په بلوچستان کې د بلوڅ دپاره یو او د پښتنو دپاره بل ترازو دی، دا دوه معیاره به ضرور جنجال ضرور پېښوي"

په پاکستان کې د مرکزي او صوبایي پارلمانونو موده د روان کال په مې میاشت کې پای ته رسېږي، چې د دې هېواد د آیین (اساسي قانون) په اساس به په درو میاشتو کې دننه عامې ټاکنې کېږي. د انتخاباتو کمېشن به دغه ټاکنې د تېر کال د نوې سرشمېرنې له مخې د نویو حلقه پر سر کوي، چې د قومي اسمبلۍ لپاره له ۳۴۲ څوکیو څخه به پر ۲۷۲ څوکیو ټاکنې کېږي، په پاته ۷۰ څوکیو کې ۱۰ اقلیتونو او ۶۰ ښځو ته ځانګړې شوې دي.