د عيسايي جوړې په ژوندي سوځولو تورن ۲۰ تنه عدالت خوشي کړي

د پاکستان د پنجاب صوبې د ترهګرۍ د مخنيوي يو عدالت هغه ۲۰ کسان خوشي کړي څوک چې په کال ۲۰۱۴م کې د يوې عيسايي جوړې (ښځې خاوند) په ژوندي سوځولو تورن په بند کې وو.

د پنجاب صوبې د قصور ضلعې په کوټ رادها کشن علاقه کې په کال ۲۰۱۴م کې په سلګونو خلکو شهزاد مسيح او د هغه ښځه شمع د قران پاک د سپکاوي کولو په تور د خښتو په بټۍ کې ژوندي سوځولي وو.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د شنبې/ خالي په ورځ د عیسايي جوړې په ژوندي سوځولو نيول شوو تورنو ۲۰ کسانو د بري کولو حکم کړی دی.

د ځايي رسنيو ترمخه عدالت تورن کسان د شک په اساس ګټه ترلاسه کولو خوشي کړي دي.

له دې وړاندې په کال ۲۰۰۹م کې د لاهور د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت په ياده قضيه کې پينځه تورنو کسانو ته د تېزندۍ سزا او ۱۰ نورو ته د دوه دوه کالو بند سزا اورولې وه.

او عدالت د عیسايي جوړې سوځولو په تور کې نيول شوي ۹۳ کسان خوشي کړي وو.

د ځايي پوليسو په وېنا په عيسايي جوړې د قران پاک د سپکاوي د تور لګول کېدو وروستو د جوماتونو نه اعلانونه شوي د سلګونو په شمېره کې خلک راټول شوي او دغه جوړه بيا د کوره راويستی شوې تشدد پرې شوی او د خښتو په بټۍ کې سوځول شوې وه.

سترې محکمې د کوټ رادها کشن په پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

پاکستان کې د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون خلک په بې اساسه تورونو د خپلو شخصي ګټو دپاره کاروي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مقدمو تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې درج کولی شي او په دغه صوبه کې په ځانګړي ډول عسيايي لږکۍ تور لګوي چې دوي د خپلو کورونو څخه ويستل کيږي او ځورول کيږي.

د ټولنیز انصاف مرکز په نامه یوې شخصي ادارې په وروستيو کې په خپل يو رپورټ کې ویلي، چې په تېرو درېو لسیزو کې په پنجاب کې مذهب ته د سپکاوي قانون په کارولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د رپوټ په اساس په ټول پاکستان کې چې مذهب ته د سپکاوي کوم رپوټونه درج کېږي، په هغو کې ۷۴ فیصده کسان یواځې په پنجاب ایالت کې د مذهب په سپکاوي تورن شوي دي، خصوصاً ۱۱ فیصده پېښې یې په مرکز لاهور کې درج شوې دي.

د ټولنیز انصاف ادارې ويلي په پاکستان تر اوسه ۷۵ تنه د قهرجنو مظاهرچیانو له خوا مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ۱۴ تنه یواځې د لاهور ښار اوسېدونکي وو.

د پاکستان او نړۍ د بشري حقونو سازمانونه د اوږدې مودې راهسې له پاکستانه غوښتنه کوي، چې مذهب ته د سپکاوي په قانون کې اصلاحات راولي، خو پاکستان کې په حکومتي يا پارليماني کچ په دغه اړوند تراوسه کوم عملي اقدامات نه دي پورته کړی شوي.