پنجاب کې د نصابي کتابونو يو چاپوؤنکي پښتنو پسې د سپکو ليکنو په سر بخښنه غوښتې

د پنجاب د تعليمي ادارو په يو نصابي کتاب کې په پښتنو پسې سپک توری کارولی او د عدالت په حکم چاپوؤنکي بيا د پښتنو نه بخښنه غوښتې ده.

د جمعې په ورځ د پېښور هائيکورټ د دوه کسيزه ججانو بنچ د پنجاب صوبې د درسي کتاب چاپوؤنکي ته امرکړی ؤ چې د پښتنو او سيکانو پرضد د کرکې د توري کارولو په سر په اولسي کچ بخښنه وغواړي.

د شنبې/ خالي په ورځ دوه ورځپاڼو کې د اشتهار د لارې چاپوؤنکي ادارې "عظيم اکېډمۍ" ويلي دا اداره د تيرو ۳۰ کلونو راهسې علمي خدمات ترسره کوي او د هر ډول فرقه ييزه او قامي کرکې پرضد ده.

ادارې په خپل اشتهار کې سپيناوی هم کړی چې څه موده وړاندې د مطالعه پاکستان په کتاب کې د ليکنې غلطي په ګوته شوې او بيا ټول چاپ مواد ختم کړی شوي او نوی کتاب چاپ کړی شوی ؤ خو شايد هغه کتاب د چا په لاس ورغلی او د کړکېچ جوړولو دپاره يې په ټولنيزو رسنيو د کتاب دغه پاڼه خپره کړې وه.

يادې ادارې د څوارلسم جماعت د مطالعه پاکستان د کتاب په ۴۷ او ۴۸ صفحو باندې د پښتنو لپاره د جاهل او غدار ټکي کارولي وو.

د کتاب د دغه پاڼې په ټولنيزو رسنیو د خپرېدو وروستو سخت غبرګون مخې ته راغلی او بيا د پېښور څو وکيلانو هائيکورټ ته خواست کړی چې د کتابونو چاپوؤنکي دې په راتلونکې کې د دغه ډول کتابونو چاپ کولو څخه منع کړی شي.

د پېښور هائيکورټ جسټس قېصر رشيد او جسټس سید افسر شاه د جمعې په ورځ امر کړی او چاپوؤنکي ته یې په اولسي کچ د بخښنې غوښتو ویلي ؤ.

د وي او ای اردو د رپوټ ترمخه چاپوؤنکي د شنبې د ورځې په اشتهار کې ويلي په کتاب کې د چاپ ټکو په سر د پښتنو وروڼو زړه ازار شوی ځکه د پښتنو وروڼو نه د زړه د تله بخښنه غواړي.

تير کال هم د پاکستان په سرکاري ټیلي ویژن په یوه مشاعره کې یو اردو ژبي شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې په خپلو ویلو شعرونو کې پښتنو ته د قاچاقبر(سمګلران)، بد بوداره او بې تهذیبه قوم ياد کړی ؤ.

د دغه مشاعرې خپرېدو وروستو هم پښتنو تر اسلام اباده پورې سخت احتجاجونه کړي او د دولتي ټيلي ويژن نه یې د بخښنې غوښتنه کړې وه.

پنجاب کې د مطالعه پاکستان په کتاب کې پښتنو ته د سپک توري کارولو نه وړاندې په خېبرپښتونخوا کې هم دغه ډول د پښتنو قامي اتل کالوخان ته د سپکاوي توري کارول شوي چې پرضد يې بيا احتجاجونه هم شوي وو.