ولسمشرغني د افغانستان د امن په اړه د تاشکند نړیوالې غونډې ته تللی

ولسمشر غني د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزیویف سره په تاشکند کې. عکس: ۵ دسمبر ۲۰۱۷م کال

په دې نړیواله غونډه کې به په افغانستان کې د امن د بهیر، د ترهګرۍ او نشه یي موادو په ضد د مبارزې او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې او بحثونه کېږي.

د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې د افغانستان په اړه یوه غونډه کېږي، چې ټاکل شوې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي.

رپوټونه وایي چې په دې غونډه کې لومړي ویناوال به افغان ولسمشر اشرف غني او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزیویف وي.

په دې نړیواله غونډه کې به په افغانستان کې د امن د بهیر، د ترهګرۍ او نشه یي موادو په ضد د مبارزې او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې او بحثونه کېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ګل- دوشنبې په ورځ په دې مهمه غونډه کې د ګډون لپاره د خپل حکومت له یو پلاوي سره ازبکستان ته تللی، چې د خپل لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم مشر زوی او د افغانستان د ملي جنبش مشر باتور دوستم هم ورسره ملګری دی.

عبدالرشید دوستم- چې پخپله ازبک دی- له ازبکستاني چارواکو سره ښې اړیکې لري او داسې ښکاري چې زوی یې په همدې مقصد له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملګری دی.

کوم هېوادونه چې په دې غونډه کې برخه اخلي، په هغوی کې د امریکا، یورپي اتحاد، پاکستان، ایران، چین او روس په شمول د منځنۍ اېشیا پینځه هېوادونه هم شامل دي.

ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د خپل سفر په مهال به د غونډې په څنګ کې د ازبکستان له ولسمشر ښاغلي شوکت میرزیویف، د یورپي اتحاد د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ له استازې فېډریکا موغیریني او په غونډه کې د شریکو هېوادونو له استازو سره هم جلا هم وویني.

د تاشکند غونډه یوه میاشت له هغه وروسته کېږي چې د فبرورۍ په ۲۸ په افغان پایتخت کې د کابل پروسې په نوم نړیواله غونډه شوې وه او افغان ولسمشر په دې غونډه کې وسلوالو طالبانو د امن هراړخیز پلان وړاندې کړی وو.

څېړونکي تمه څرګندوي چې د تاشکند په غونډه کې به د کابل پروسې پر امن پلان هم خبرې وشي او کېدای شي د عملي کولو لپاره یې یوه تګلاره وټاکل شي او پر اړوندو هېوادونو د مرستې او ملاتړ ټینګار وشي.