بلوچستان: په دوکۍ کې د ۲۰۱۸م کال د پولیو لومړۍ پېښه رپوټ شوې

د پاکستان په وروسته پاته صوبه بلوچستان کې ماشومان لا هم د ګوزڼ د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي او تازه یو بل ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

د بلوچستان د روغتیا چارواکي وایي د کوټې ښار شمال ختیځ لور ته د دوکۍ ضلعې د سفرعلي کلي د یو درې کلن ماشوم سیداکرام د وینې نمونه یې لیبارټري ته لېږلې وه، چې د پولیو وایرس پکې وموندل شول.

په دوکۍ کې د پولیو دا پېښه په داسې وخت کې رپوټ شوې، چې ایله پرون د بلوچستان په شمول په ټول پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په ضد درې ورځنی کمپاین پای ته رسېدلی.

د ګوزڼ په ناروغۍ تازه اخته شوی ماشوم د هغو بلوڅانو له کورنۍ څخه دی، چې په دوکۍ کې اوسېږي او دا نه ده څرګنده چې آیا ده ته د پولیو په ضد څاڅکي ورکول شوي که نه.

د صوبې د روغتیا چارواکي وایي، چې لا هم ډېرې کورنۍ په بلوچستان کې خپلو ماشومانو ته د پولیو له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي نه ورکوي، خو وایي دوی د دیني عالمانو او د سیمې د مشرانو په مرسته هڅه کوي کورنۍ په دې پوه کړي، چې که خپلو ماشومانو ته پولیوضد واکسین ور نه کړي، نو کېدای شي د تل لپاره شل (وچن) شي.

د بلوچستان د پولیو د مخنیوي د ادارې مشر ډاکټر افتاب کاکړ وایي، د پولیو د وروستۍ پېښې تر رپوټ کېدو وروسته یې پرېکړه کړې، چې د روغتیا وزارت، یونیسیف او د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د اپرېل پر ۲۳مه په ږوب او سیوۍ ډیویژن کې- چې دوکۍ هم پکې راځي- د پولیو ضد ځانګړی کمپاین وکړي.

په ۲۰۱۷م کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو اته مثبتې پېښې رپوټ شوې وې، چې په هغوی کې درې د بلوچستان وې، خو په روان ۲۰۱۸م کال کې لومړۍ پېښه همدا ده چې په دوکۍ کې رپوټ شوې ده.

پاکستان او افغانستان دوه هغه څنګلوري هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي په بشپړه توګه نه ده ځنې ختم شوې او د ترهګرۍ په ضد د جګړې له امله د پولیو په ضد کمپاینونه پکې له خنډ سره مخامخېږي، ځکه هر کال پکې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي.