"بدرمنیر راته ویل دې تور مخ ته دې ګوره اؤ ماسره فلم کې کار کولو ته"

شهنار د پښتو فلمونو یوه وتلې اداکاره ده ، دریوؤ سوؤ نه په زیاتو فلمونو کې یې کار کړی دی. اؤ ددې ترڅنګ د ښځینه فلسمازې اؤ هدایتکاري اعزاز هم لري.

هغې د بدرمنیر، اصف خان اؤ بیدار بخت غوندې لویو فلمي ستورو سره فلمونو کې د هیروئن په توګه کار کړی دی خو فلم انډسټرۍ ته د هغې د ننوتلو قیصه ډیره خوندوره ده.

هغه وایي یاسمین خان چې یې فلمونو کې ولیده نو دهغې هم شوق پیدا شو چې پښتو فلمونو کې کار وکړي خو چې کله یې دغه خواهش د ځان سره واخستو اؤ د لاهور فلم انډسټرۍ ته لاړه نو بدرمنیر ورپسې وخاندل.چې دې تور مخ ته دې وګوره اؤ فلمونو کې کار کولو ته !

خو شهناز چې بیا کله کامیابه شوه اؤ د بدرمنیر هیروئن به په فلمونو کې راتله نو هغې بدرمنیر ته خپله دغه خبره په کوم انداز کې وریاده کړه ؟ تاسو دغه کیسه هم د شهناز له خولې د وائس اف امریکه ډیوه راډیو خبریال فاروق فراق سره په دې ویډیو مرکه کې کتلئ اؤ اوریدلی شئ .

Your browser doesn’t support HTML5

شهاز، د پښتو فلمونو سدا بهار ادا کاره