د پېښور جلسې غوندې د لاهور جلسې د خبرپاڼو په وېشلو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نارینه غړیو په شمول ښځو هم ګډون وکړ.
د وېمن ډیموکرېټک فرنټ مشره عصمت شاه جهان هم یوه له دغو ښځو څخه وه، چې پرون یې په لاهور ښار کې پر خلکو خبرپاڼې وېشلې، خو وایي په دې مهال د دوو کسانو خبرپاڼې ور څیرې کړې او ورته ویې ویل چې له لاهوره ووځه.
له مېرمن عصمت شاه جهان سره زموږ همکار بارکوال میاخېل د لاهور جلسې د کمپاین په اړه مرکه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5