تيره شپه د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د څو مشرانو د نيولووروستو پېښور او لاهور کې سمدست احتجاجي مظاهرې وشوې اونن د يکشنبې/ اتوار په ورځ د ملک په يو شمېر غټو ښارونو کې د دغو کسانو د نيولو پرضد د احتجاجي مظاهرو اعلان شوی دی.
لاهور کې د پي ټي اېم نيول شوي غړي علي وزير، عصمت شاجهان او دوي سره نور ملګري د شپې ناوخته بيا راخوشي کړی شوي دي.
نزدې د شپږو ګهنټو راخوشي کېدو وروستو علي وزير او عصمت شاجهان ويلي پوليسو دوي په زور بوتللي وو او په تاڼه کې يې ورسره ناوړه چلند هم کړی دی.
د يادو کسانو د نيولو وروستو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په فېس بک ويلي که څه هم وي دوي به نن په لاهور کې اولسي غونډه (جلسه) کوي.
منظور په پښتو او اردو ژبو کې خپل پېغام کې په خلکو لاهور ته د رسېدو غږ کړی او د پاکستان نه علاوه بهر هېوادونو کې خلکو ته په مخاطب کولو سره يې ويلي ؤ چې لاهور کې د پي ټي اېم د مشرانو د نيولو پرضد په پرامنه ډول خپل احتجاجونه ريکارډ کړي.
د پي ټي اېم غړو او پلويانو بيا په ټولنيزو رسنيو د احتجاجي مظاهرو اعلانونه کړي او وختونه يې ټاکلي دي.
نيازبين ملنګ په ټويټر د کراچۍ، کوټې، قلعه سېف الله، اسلام اباد سوات او پېښور د احتجاجي مظاهرو وختونه اعلان کړي دي.
نيازبين ويلي مونږ د دغو نيولو، په زوره ورکولو او پښتون نسل وژنې پرضد د دې احتجاجونو پېل کړی ؤ.
کراچی پریس کلب 3:00 بجےکوئٹہ پریس کلب 1:00 بجےقلعہ سیف اللہ 9:00 بجےاسلام آباد پریس کلب 12:00 بجےسوات نشاط چوک 01:00 بجےہم نے احتجاج شروع ہی ان گرفتاریوں ، جبری گمشدگی اور پشتون نسل کشی کے خلاف کیا تھا ۔۔۔۔ #pashtunLongMarch2Lahore
— Niazbeen Malang (@niazbeen313) April 21, 2018
نن د يکشنبې/ اتوار په سهار د پي ټي اېم ځينې غړو په ټولنيزو رسنيو ځينې داسې ويډيوز خپرې کړي چې پکې وايي نن چې د لاهور په موچي ګېټ په کوم مېدان کې د پي ټي اېم اولسي غونډه کيږي هلته سخا اوبه پرېښودی شوي او وايي د مېدان نه چاپېره کنټېنرې ودرول شوي دي.
عبدالرؤف يوسفزي په ټويټر ليکلي،
"په ۱۹۹۰م کې د اجمل خټک د جلسې په شپه د لاهور انتظامیې د ماحول خرابولو دپاره په دې سخا اوبه په مېدان کې پرېښودې وې د دې نه مالوميږي د اسټبلشمنټ مکروه مخ ۴۸ کاله وړاندې چې څنګه ؤ نن هم هغسې دی".
انیس نوے میں اجمل خٹک کے جلسے کی رات لاہور انتظامیہ نے ماحول خراب کرنے کےلئے اسی جگہ پر اسی طرح کا گندا پانی گراؤنڈ میں چھوڑا تھا اس سےمعلوم ہوتا ہے اسٹبلشمنٹ کا مکروہ چہرہ اٹھائیس سال پہلے جیسا تھا آج بھی ویسا ہی ہے #PashtunLongMarch2Lahore @a_siab @BushraGohar @ImtiazAlamSAFMA pic.twitter.com/nArLvxEwy0
— Abdur Rauf Yousafzai (@theraufkhan) April 22, 2018
د پي ټي اېم یو مشر علي وزير چې بېګا پوليسو نيولی ؤ ډيوه سره په خبرو کې وويل دوي ته بېګاه پوليسو يواځې دومره ويلي چې تاسو خپله جلسه وکړئ خو په ليکلې بڼه اجازت نه دی ورکړی شوی.
هغه وويل د دوي د جلسې د نه کېدو دپاره بېلابيلې لارې کارول کيږي خو دوي به په هر صورت خپله جلسه کوي.