د سوات په کبل سيمه کې د پي ټي اېم اولسي غونډه روانه ده

PTM Swat protest

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) اولسي غونډه روانه ده او په لويه شمېره کې ورته ښځې او سړي راجمع شوي خپل حقونه غواړي.

د سوات په کبل سيمه کې د پي ټي اېم اولسي غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان څخه په لويه شمېره کې خلک رارسېدلي دي.

غونډې ته په لويه شمېره کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان راغلي او دوي د ځان سره د خپلو هغو خلکو عکسونه راوړلي چې خپل خپلوان يې ورک دي.

دوي غوښتنې کوي چې د دوي خپلوان دې راخوشي کړی شي.

د پي ټي اېم په جسله کې د پي ټي اېم د خپلو مشرانو ترڅنګ د پښتونخوا مخلي عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ مشران، غړي او د مدني ټولنې فعالان هم راغلي دي.

له دې وړاندې نن سهار د بېلابيلو سيمو څخه اولسي غونډې ته د تلونکو خلکو په چيک پوسټونو نومونه ليکل کېده اندراج يې کولی شو او د هغې وروستو پرېښودی کېدل.

هغه کسان چې په لارو کې په چيک پوسټونو ودرول شوي وو زياتره وايي چې اوس د جلسې مېدان ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې ويل شوي ؤ چې د خېبرپښتونخوا د ښکتنو سيمو پېښور، مردان، صوابۍ او ورسره نورو علاقو ترڅنګ د قبايلي علاقو او بلوچستان نه سوات ته د پي ټي اېم جلسې په لار خلک وايي چې د درګۍ په چيک پوسټ د دوي ګاډي ودرول شوي او د هر يو تن اندراج کولی شي.

د درګۍ چيک پوسټ سوات پله په تلونکې لار (سړک) غټ چيک پوسټ دی چې پرې د پوځ د ليويز سرتيري ولاړ وي.

دغه ډول د بونېر نه سوات ته تلونکي کسان د سوات او بونېر په پوله کراکړ کنډاؤ باندې کاروان ودرول شوی او د فېس بک په ژوندۍ بڼه خلک وايي چې نور کله نه خو د چا اندراج کيږي او شناختي کارډونه کتل کيږي نن دوي دغلته ځکه ودورل شوي چې جلسې ته ونه رسي.

د کراکړ په چيک پوسټ پوځ، پوليس او ملېشې (اېف سي) عسکر ولاړ دي.

د درګۍ د چيک پوسټ څخه ډېرو کسانو په سوشل ميډيا ویډيوې خپرې کړي او په ټويټر یې ليکلي چې په دوي د وخت تيرولو دپاره د دوي شناختي کارډونه کتلی شي اندراج يې کيږي او د هغې وروستو پرېښودی کيږي.

دغه کسان وايي په چيک پوسټونو سختي د دې دپاره کولی شي چې دا خلک د جلسې وخت ته ونه رسي، خو ډېری کسان وايي چې دوي به په هر حال ځان ځای ته رسوي او يا به په چيک پوسټونو جلسې پېل کړي.

نن د سوات په کبل سيمه کې د پي ټي اېم جلسه ټاکل شوې او وخت يې ورکړی شوی ؤ چې ماسپښين په يوه بجه به جلسه پېل کولی شي.

د کبل د جلسې د مېدان څخه د ډیوه خبريال فیاض ظفر وايي ډېری خلک د جلسې مېدان ته راغلي چې لويه شمېره پکې د ښځو هم ده او دوي سره په لاسونو کې د خپلو ورکو شوؤ خپلوانو عکسونه دي.

نوموړی وايي خلک د کاروانونو په شکل کې د جلسې مېدان ته راروان دي.

د پي ټي اېم يو مشر محسن داوړ ډيوه سره په خبرو کې ويلي، د پي ټي اېم د ننۍ جلسې دپاره چې دوه ورځې وړاندې په سوات کې کمپاين کېدو په هغه مهال هم کمپاين کوونکي تنګ کړی شوي خو دوي خپله مبارزه دوامداره ساتلې وه.

هغه ويلي ؤ چې د جلسې دپاره يې ټولې تيارۍ بشپړ کړی شوي خو محسن داوړ سهار دغه خبره کړې وه چې جلسې ته راروان خلک په لارو تنګول کيږي.