افغانستان کې يو امريکايي سرتيری وژل شوی بل ژوبل

افغانستان کې موجود امريکايي پوځ ويلي د دغه هېواد په ختيځه برخه کې په جګړه بوخت يو امريکايي سرتيری وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

امریکايي پوځ په يو بيان کې ويلي د ګل، دوشنبې په ورځ عملياتو کې څو افغان سرتيري هم وژل شوي دي>

خو د دغو عملیاتو او وژنو نور په اړوند نور مالومات نه دي خپاره کړی شوي.

پوځ ويلي ژوبل عسکر يې د باګرام د هوايي اډې روغتون ته وړلی او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال جان نيکلسن ويلي "امریکايي سرتيری چې د خپلو افغان تورزنو ملګرو سره يو ځای جنګېدو،زمونږ په زړونو او تاريخ کې به وي".

پاکستان سره پولې ته نزدې ختيځ افغانستان کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ګل په ورځ پلازمينه کابل کې د داعش په دوه ځانمرګو بریدونو کې د نهه خبريالانو او عکاسانو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي وو.