د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي د ملک راتلونکي عام انتخابات به نګران يا سرپرست حکومت نا بلکې "خلايي مخلوق" ترسره کوي.
پاکستان کې زیاتره په انتخاباتو نيوکې کيږي چې د ملک خفيه ادارې يا پوځ چې څوک غواړي په انتخاباتو کې هغو ته ګټه ورکوي او حکومت يې جوړوي.
د حکومت مخالفه ګوند تحريک انصاف مشرعمران خان تور لګولی چې په تيرو عامو انتخاباتو کې پوځ د نوازشريف ملاتړ کړی ؤ.
د ځايي ميډيا ترمخه وزیراعظم عباسي د خبريالانو سره په يوه ناسته کې ويلي " راتلونکي انتخابات به خلايي مخلوق ترسره کوي خو مسلم ليګ ن ډله به پکې بيا هم برخه اخلي".
دوه ورځې وړاندې د مسلم ليګ ن ډلې مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشريف هم ويلي ؤ راتلونکو انتخاباتو کې به یې سيالي د پاکستان پيپلزپارټۍ او تحریک انصاف سره نه وي بلکې د خلايي مخلوق سره به وي.
پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو نه وړاندې د نګران يا سرپرست حکومت جوړولو دپاره خبرې روانې دي.
د مسلم ليګ ن موجوده او پخواني وزیراعظم د خلايي مخلوق خبره په داسې حال کې کړې چې تيره شپه د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تور لګولی چې د ۲۰۱۳م په انتخاباتو کې نوازشريف ته د پوځ مرسته ترلاسه شوه.
عمران خان يو شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو کې ويلي، " د ۲۰۱۳م په انتخاباتو کې د پوځ يو بريګيډيئر پنجاب کې د نوازشريف مرسته کړې وه".
پخواني کرکټر ویلي نوازشریف ته دا شکايت نه دی چې پوځ يې مخالف دی بلکې په دې ورته شکايت دی چې پوځ يې مرسته نه کوي".