د افغانستان غوره ليګ کې لوبېدو ته لېواله يم، راشدخان

راشد خان

د افغانستان ستوری اسپنر بالر راشد خان وايي د خپل هېواد افغانستان غوره ليګ (پريمئيرليګ) کرکټ سيالیو کې لوبېدو ته "ډېر لېواله يم".

افغانستان په لمړي ځل د پریمئيرليګ (ای پي اېل) سيالۍ کوئ.

راشد خان ويلي، "مونږ د افغانستان د غوره ليګ د لومړني پړاؤ څخه ډېر لرې نه يُو او زه په خپل ليګ کې د لوبېدو دپاره ډېر لېواله يم".

د افغانستان ستوری لوبغاړی راشد خان چې په کم عمر کې په نړۍ کې په يادو اسپنر بالرانو کې يې خپل نوم جوړ کړی، دا وخت د هند په په پريمئيرليګ سياليو کې د سنرايزر حېدر اباد لوبډلې سره لوبيږي.

د افغانستان غوره ليګ سيالۍ د روان کال اکتوبر د پينځمې نېټې څخه پېليږي، او دغه سیالۍ به په متحده عرب اماراتو کې وي.

د ای پي اېل په لومړي پړاؤ کې به پينځه لوبډلې برخه اخلي او ټولې به پکې ۲۳ لوبې کيږي چې د ۱۸ نه تر ۲۰ ورځو پورې به ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ای پي اېل په اړوند مالوماتو دپاره په فېس بک ځانله پاڼه جوړه کړې ده.

د ای پي اېل د يوې شخصي کمپنۍ سره د تړون لاسليک کولو په مهال د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل ويلي ؤ،

" چې دغه لیګ به ددې لامل شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پیدا کړي. او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته یو عایداتي سرچینه وګرځي چې په پیل کې به یې کلنۍ کچه (۶ ) سوه زره امریکايي ډالر وي".

ښاغلي مشعل ويلي ؤ ، "په تېر مهال کې افغانان لیواله وو چې د هېواد لوبغاړي یې په کوم نړیوال لیګ کې ولوبیږي خو دا دی اوس یې خپل هیواد افغانستان د نړیوال لیګ څښتن شو".