په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پرضد مقدمې درج شوي

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشرانو پرضد تراوسه پورې په درېو پوليس تاڼو کې مقدمې درج شوي دي، دا په داسې حال کې چې پي ټي اېم په ۱۳م مې په کراچۍ کې د اولسي غونډې اعلان کړی او د غونډې دپاره کمپاين کوي.

د پي ټي اېم د مشرانو پرضد يوه مقدمه د ښار د لويديځې ضلعې په منګهوپير تاڼه او دوه نورې مقدمې د ښار د ملير ضلعې په بن قاسم او شاه لطيف ټاؤن تاڼو کې شوي دي.

د پي ټي اېم مشران وايي په کراچۍ کې نه يواځې په دوي مقدمې درج شوې بلکې د دوي غړي او پلويان هم ځورول کیږي، او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ګواښ کړی که د پي ټي اېم د غړو د نيولو او ځورولو لړۍ ونه درول شوه نو دوي به په ګرده نړۍ کې احتجاج وکړي.

په کراچۍ کې د منګهوپير تاڼې پوليس يو افسر نصير خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې مقدمه درج شوې خو د تفصيل ويلو څخه يې ډډه وکړه او وې ويل چې رپوټ (اېف ايي ار) سيل کړی شوی دی.

خو په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو مشر هاشم مندوخېل ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي ته تراوسه پورې د درېو مقدمو رپوټونه ترلاسه شوي خو په دغو مقدمو کې څوک نيول شوي نه دي.

هغه وويل، "يوه مقدمه په منګهوپير کې، يوه په بن قاسم او يوه په شاه لطيف ټاؤن کې درج کړی شوې ده".

نوموړي هاشم مندوخېل وويل دغه مقدمې له هغې ورځې شورو شوي چې دوي په کراچۍ کې د اولسي غونډې کولو اعلان وکړو.

مندوخېل وويل د دوي پرضد مقدمې کول نوې خبره نه ده ځکه چې دغه ډول مقدمې د پي ټي اېم په مشرانو په بلوچستان صوبه کې هم شوي دي.

هغه وويل په کراچۍکې نه يواځې په دوی مقدمې درج شوې بلکې زياته يې کړه د کمپاين چلولو په وخت د دوی غړي ځورول کيږي، رېنجرز يې بوځي بيا يې پرېږدي او په سپينو جامو کې د دولتي ادارو کارمندان د دوي غړي ځوروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تيره شپه په فېس بک نېغ په نېغه خبرو کې ویلي "که په کراچۍ کې د پي ټي اېم د غړو د د نيولو او ځورولو لړۍ ونه درول شوه دوي به د رېنجرز ځواک د مرکزي دفتر مخې ته او په ګرده نړۍ کې احتجاجونه پېل کړي".

په سوشل ميډيا د پي ټي اېم د غړو پرضد مقدمو کاپيانې خپرې شوي چې پکې ويل شوي د پي ټي اېم مشران د پوځ او ملکي ادارو پرضد ناوړه توري کاروي.

د بن قاسم ټاؤن په تاڼه کې په اېف ايي ار کې د محسن داوړ او ملګرو ، او منګهوپير کې د علي وزير او هغه سره ملګرو نومونه ليکل شوي دي.

هاشم مندوخېل وايي د دوي ځورونې او مقدمې جوړول د اولسي غونډې ناکامه کولو هڅې دي خو دوي به د دغو کارونو باوجود خپل کمپاين دوامداره ساتي.