اسلام اباد: د پاکستاني پوځ مشر او افغان سفیر په افغانستان کې د امن پلان پر عملي کېدو غږېدلي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ له مشر سره د افغان سفیر دغه ناسته له هغې غونډې څو ساته وروسته شوې، چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړو چارواکو پکې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د امن د راتګ په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر عمر زاخېلوال پر خپل ټویټر لیکلي چې له جنرل باجوه سره یې د افغانستان او پاکستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې:

"پر ځینو مهمو روانو مسایلو و غږېدو خصوصاً دا چې تازه پای ته رسېدلی د امن او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان باید څنګه عملي شي".

ښاغلي زاخېلوال د چین، پاکستان او افغانستان د چارواکو په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی وو او په خپله وینا کې یې ویلي وو، چې د پاکستان او افغانستان امن او ارامي د یو بل په ګټه دي او دواړو هېوادونه باید خپلمنځي بې باوري ختمه کړي.

د افغانستان او پاکستان د پوځ او حکومت د لوړپوړو چارواکو ګډ سفرونه د دې سبب ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو څوکلنې خرابې اړیکې بیرته ښې شي او په افغانستان کې د امن بهیر ګړندی شي.

د پاکستان د څېړنې او امن مطالعاتو د مرکز مشر امتیاز عالم وي.او.اې ډیوه ته ویلي، په سیمه کې د امن او ارامۍ لپاره پکار دی چې افغانستان او پاکستان پر یوه بل باور ولري او د باور په فضا کې ښې اړیکې جوړې کړي.

یو بل سیاسي څېړونکی طاهر خان وایي، د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ وروستۍ خبرې اترې ډېرې ارزښتمنې دي، خو په سیمه کې د امن لپاره مثبت پرمختګ هله کېدای شي چې دواړه هېوادونه په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.