د فاټا د خېبرپښتونخوا سره ورګډولو پرېکړه به بل حکومت کوي، راپور

د مسلم ليګ ن حکومتي واکمنه ګوند د خپلو دوه سياسي اتحاديانو په خاطر د قبايلي سيمې (فاټا) د خېبرپښتونخوا سره ورګډولو پرېکړه نه ده کړې او دغه کار يې راتلونکي حکومت ته پرېښودی دی.

ډان ورځپاڼې ليکلي د مسلم ليګ ن حکومت په څرګنده دغه کار د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اچکزي او جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خاطر کړی چې دا دواړه اتحاديان ترې خفه نشي.

د ریاستونو او سرحداتو (سېفران) وزير عبدالقادر بلوچ د شورو چهارشنبې په ورځ ويلي، د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو پرېکړه به راتلونکی حکومت کوي.

هغه ويلي په دغه اړوند تراوسه پورې کومه قانون سازي نه ده شوې او د فاټا اوسنی حالت به په ځای پاتې وي.

بلوچ ويلي د فاټا اصلاحاتو په لړ کې يې حکومت زياتې پرېکړې کړي او د سترې محکمې (سپريم کورټ) او هايي کورټ واک يې دغو سيمو ته غځولی دی.

هغه زياته کړې چې په قامي مالياتي اېوارډ (اېن اېف سي) کې د فاټا د پرمختيا دپاره ۱۰۰ اربه روپۍ اېښودی شوي او ويلي يې د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ دپاره به انتخابات په راتلونکې کال کې وشي.

د مسلم ليګ ن حکومت دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د حکومت واکمنه ګوند اتحاديان محمود خان اچکزی او مولانا فضل الرحمان وايي د فاټا د راتلونکې فېصله دې د دغو خلکو نه په تپوس وشي.

خو بل لور ته د حکومت د مخالفه ګوندونو ترڅنګ زياتره سياسي او مذهبي ګوندونه وايي فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي په داسې کولو به نه يواځې د سيمې نه د انګرېز تور قانون د مينځه لاړ شي بلکې دغه شاته پاتې سیمه به پرمختګ هم وکړي.

د سيمې زياتره خلک هم وايي فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي او دوی ته دې هم د ملک د نورو برخو د وګړو په څېر يو شان حقونه ورکړی شي.

د پاکستان پوځ هم د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو په حق کې بيانونه ورکړي دي.

او د مسلم ليګ ن ګوند حکومت هم وخت په وخت بيا بيا دغه خبره کړې ده چې دا موجوده حکومت به يې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو پرېکړه کوي.

خو په داسې وخت کې د موجوده حکومت د پينځه کاله مودې پوره کېدو لږې ورځې پاتې دي دغه فېصله يې په راتلونکي حکومت پرېښوده.

د سيمې نه پارليماني غړو او سياستمدارو د وړاندې نه په مسلم ليګ ن نيوکې کولې چې دغه ډله د خپلو اتحاديانو خوشحالولو دپاره فاټا په خېبرپښتونخوا کې نه ورګډوي.