دافغانستان یو لوړ رتبه هئیت دملي امنیت دمشاور ښاغلي حنیف اتمر په مشرۍ پاکستان ته دخپل سفر په مهال دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کړي اؤ ورسره بې د دواړو هیوادونو ترمینځ داړیکو پراخولو اؤ تاؤ تریخوالي دله مینځه وړلو دپاره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي،
افغان پلاوي پاکستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو کې دکابل اؤ اسلام اباد ترمینځ په یو لړ مسلو ناندرې راپورته شوي اؤ چرته که افغانستان، پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي نو هلته ورباندې په ګډه پوله د مداخلې تورونه هم لګوي.
دافغانستان دملي امنیت دمشاور ښاغلي حنیف اتمر په مشرۍ اسلام اباد ته په سفر تللي هئیت کې دافغانستان دملي امنیت یا این ډي ایس رئیس ښاغلی معصوم ستانکزی، اؤ د کورنیو چارو وزیر اویس برمک هم شامل دي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ددغه لیدنې په هکله خپل یو بیان کې ویلي چې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه افغان پلاوي ته ویلي د اوږدو شخړو درانه تاوانونه پاکستان اؤ افغانستان دواړو پورته کړي اؤ اوس به دواړو هیوادونو ته په ګډه خپل دښمن وهل اؤ دامن لارې لټول وي.
پوځ وایي دغه لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په دې وروستیو کې دامن اؤ ثبات د ټېنګښت په موخه جوړ شوي دعمل پلان باندې هم خبرې شوي اؤ افغان هئیت د پاکستان ګامونه ستائیلي دي.
دپوځ بیان کې ویل شوي دواړه هیوادونه پخپلو کې د امنیتي مرستو په غځولو اؤ بیلابیلو کاري ډلو په جوړولو هم صلاح شوي دي چې دغه کاري ډلې به زر جوړې شي.
دپاکستان پوځ سرلښکر افغان پلاوي ته ویلي چې دواړو هیوادونو ته به په یو بل باور کول وي اؤ دواړه پرې نه ږدي چې زمکه یې دیو بل په ضد وکارول شي.
پوځ وایي دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر ویلي چې افغانستان دپاکستان څخه غوره هیلي لري اؤ په دې نظر دی چې کابل اؤ اسلام اباد د یو بل په اندېښنو ختمولو امن اؤ ثبات ترلاسه کولی شي.
په دغه لیدنه کې افغان پلاوي دپاکستان دپوځ سرلښکر ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لخوا د کابل دسفر بلنه هم ورکړې چې هغه منلې ده.
په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر اؤ ولسمشراشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخیلوال پخپله ټوټیر پاڼه لیکلي چې افغان پلاوي دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ د ملي امنیت مشاور ناصر جنجوعه سره لیدنې کړي دي اؤ په مهمو چارو ورسره غږیدلی.
Afghanistan High Level delegation meeting with Pak Army Chief Qanar Javed Bajwa pic.twitter.com/jTBTlCZrjV
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) May 27, 2018
خو نه ډاکټر زاخیلوال ددغو لیدنو جذئیات په ډاګه کړي
اسلام اباد ته د افغانستان د لوړ رتبه پلاوي ددغه سفر نه یوه وړځ وړاندې دافغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ چې افغان چارواکي پاکستان ته دغه سفر د ولسمشر اشرف غني په لار ښوونه کوي .
کابل د یوې نیمې لسیزې راهسې په پاکستان تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جګړو اؤ ناارامۍ ته دوام ورکوي خو د پاکستان دپوځ په بیان کې ویل شوي چې جنرال باجوه افغان چارواکو سره لیدنه کې ویلي چې شکونه منفي لاسته راوړنې لري اؤ پاروونکي خلک ترې ګټې اخلي.
په دې وروستیو کې طالبانو د افغان دولت لخوا د سولې وړاندیز رد کړی اؤ د الخندق په نوم یې نوې جګړې پیل کړي اؤ دعوې لري چې یو شمیر سیمې یې هم دخپلې قبضې لاندې راوستي
High level Afghan delegation led by National Security Advisor Haneef Atmar & Comprising NDS Chief Masum Stanekzai, Interior Minister Wais Barmak & myself now in Islamabad for talks on important bilateral issues. pic.twitter.com/K5OHlrHVtR
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) May 27, 2018
سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دپاکستان نظامي مشرانو سره لیدنه کې افغان چارواکو په هاغو ګېلو په خلاص مټ خبرې کړي دي چې افغانستان یې خپل هیواد کې دامنیت له درکه دپاکستان څخه لري.
تیره میاشت (اپریل ۲۶مه) د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر د روس په سوچي ښار کې د نهم امنیتي کانفرنس په څنډه کې د پاکستان د ملي امنیت له مشاور ناصر جنحوعه سره لیده کاته کړي وو.
د سوچي ښار د غونډې وروسته د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه له وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي وو، په دغې لیدنه کې حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره پر هغو اوو اصولو خبرې کړې وې چې کابل ته د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر په مهال له افغان مشرانو سره پرې هوکړې ته رسېدلي وو.
نوموړي ویلي وو، حنیف اتمر په څرګنده له خپل سیال نه غوښتنه وکړه چې د عمل ګډ پلان عملي کړي او په وینا یې د پاکستان د ملي امنیت مشاور ناصرجنجوعه هم ومنله چې هیواد به یې د هغو ژمنو د بشپړولو لپاره اقدام کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ پرې موافقه شوې ده.