د هند کرکټ بورډ د خپل حکومت نه د پاکستان سره د کرکټ لوبو تګلاره غوښتې

.

د هندوستان کرکټ بورډ (بي سي سي ايي) د خپل حکومت نه د پاکستان سره د کرکټ میچ لوبو په اړه د ښکاره تګلارې غوښتنه کړي ده.

د هندوستان کرکټ بورډ حکومتي چارواکو ته یو خط کې لیکلي ٫٫ بی سي سي ايي به د حکومت مشکور وي که د پاکستان سره په هیواد کې دننه او بهر هیوادنو کې د کرکټ میچونو په اړه ښکاره تګلاره اعلان کړي.٬٬

د کرکټ روایتي رقیبانو هندوستان او پاکستان تر مېنځه د کال ۲۰۱۲م راهسې د کرکټ سیریز نه ده شوی. د کرکټ په نړۍ کې د دواړه هیوادونو لوبه تر بل هر هیواده زیاته کتل کیږي. او د تیرو پېنځه کالو راهسې د هندوستان او پاکستان د حکومتونو تر مېنځ کړکیچنو اړیکو د کرکټ مینه وال د دواړو تر مېنځه لوبې کتلو نه محرومه ساتلي.

د هندوستان کرکټ بورډ په ډاګه کړي چې ترڅو د هندوستان حکومت هغوي ته اجازت نه وي ورکړي دوي د پاکستان سره د کرکټ سیریز انتظام نشي کولې.

د هند او پاکستان ترمېنځه د لوبو لپاره د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي)ته خواست کړی او تور يې لګولی چې د هندوستان کرکټ بورډ نه خو د پاکستان سره لوبو ته تیاریږي او نه دغه غوښتنې ته په ښه سترګه ګوري.

د پاکستان کرکټ بورډ په نظر هندوستان د دې خبرې پابند دې چې د پاکستان سره دې په دریم ګړي میدان دوه سیریزونه وکړي. خو د هند کرکټ بورډ د پاکستان تورنو ته د څه ځواب وړاندې غواړي په دغې اړه د خپل حکومت سره خبرې وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ ادعا کوي چې د هندوستان کرکټ بورډ سره په کال ۲۰۱۴م کې شوې یوې پریکړې تر مخه که هندوستان د پاکستان سره لوبو ته تیار نه شو نو پاکستان ته به ۷۰ مېلینه ډالره تاوان ورکوي.

د کرکټ نړیوال کونسل یا شورا کې د شخړو د هوارۍ کیمټۍ د ګل په ورځ پخلې کړي چې مائیکل بیلف به د پاکستان او هندوستان کرکټ بورډ ترمنځ د دغه شخړې د هوارۍ لپاره جوړې کمیټۍ مشري کوي.