امریکایي رپورټ:پاکستان کې دمذهب په نوم اقلیتونه په نخښه کیږي

په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ په اړوند دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت په کلیز رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان کې ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې په اقلیتونو یا لږکیو بریدونه کوي اؤ حکومت ددغو تندروه ډلو په ضد څه رقم ګټورو ګامونو اخستو کې پاتې راغلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان کې د مذهب په نوم احمدیانو اؤ نورو لږکیو سره توپیري چلند کیږي اؤ په هغوئ د ظلم اؤ جبر لړۍ دوامداره ده.

دغه رپورټ د نهې په ورځ جاري کړل شوی چې پکې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې حالاتو ته کتنه شوې ده

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د رپورټ د شائع کیدو په دستوره کې موجود وو.

په رپورټ کې ویل شوي چې ناچله ګرځول شوؤ لشکر جنهګوي،،طالبانو اؤ نورو ‌ډلو سره تړاؤ لرونکي تندلاري پاکستان کې مسیحیان ،احمدیان، صوفیان، شیعه مسلمانان اؤ د هزاره ټولنې خلک په نخښه کوي.

په دغه رپورټ کې کې ویل شوي چې سویلي ایشیاء کې دفرقه ییزه تشدد له امله ۲۳۱کسان وژل شوي اؤ ۶۹۱ ژوبل شوي دي.

دبهرنیو چارو دمحکمې په دغه کلیز رپورټ کې تیر کال دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دمذهب دسپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان ذکر هم په ځانګړي ډول شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي دقانون په اساس پروسکال ۵۰کسان نیول شوي چې ۱۷ؤ ته پکې د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

د رپورټ جاري کولو په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو ویلي زمونږ موخه د مذهبي ازادیو ساتنه ده خو د دمذهبي ازادۍ په چقیدو لکه د خاموشه نندارچیانو نه شو کښېناستلی.

په رپورټ کې په چین، روس، ایران او په ځینې نورو ملکونو کې د مذهبي ازادۍ په صورتحال هم اندېښنې ښکاره کړل شوي دي.