د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ناوړه ژبې د کارولو پرضد خبرداری ورکړ

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د راتلونکو عمومي ټاکنو په اړه یو مسوده چمتو کړېده په کوم کې چې د کمپاین پرمهال د سیالانو ترمنځ د ناوړه ژبې د کارولو پرضد خبرداری ورکړل شوی.

په دې اړه د پاکستان د ټاکنو د کمېسیون او د سیاسي ګوندونو ترمنځ غونډه شوې او تمه ده چې په اړه به یې وروستی اعلان هم ژر وشي.

د شپږو څپرکو په دغې مسودې کې هغه قوانین یاد شوي چې د ټاکنو پرمهال یې باید سیاسي ګوندونه، کاندیدان او د ټاکنو کارونکي درناوي وکړي.

په دغو شپږو برخو کې، عمومي چلند، کمپاین، مشهورتیا، غونډې، د ټاکنو ورځ او بیا تر هغې وروسته حالات شامل دي چې غټ ټکي یې په لاندې توګه دي.

عمومي رویه:

له سیاسي ګوندونو او کاندیدانو څخه غوښتل شویدي چې د پاکستان د اساسي قانون او ایډیالوژۍ پرخلاف باید له څرګندونو څخه ډډه وشي او د پاکستان د خلکو د حقونو او ازادیو درناوی دې وشي.

سیاسي ګوندونو ته ویل شویدي چې له کاندیدانو څخه دې د ګوند د پیسو په نامه د ټېکټونو په بدله کې پیسې نه اخلي.

له کاندیدانو غوښتل شوي چې د ټاکنو تر لسمې ورځې پورې دې په ټاکنو کې د خپلو ټولو لګښتونو راپور د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

کمپاین

له سیاسي ګوندونو څخه غوښتل شویدي چې رسنۍ دې تر خپل اغیز لاندې نه راولي او نه دې هم د کومې رسنۍ په وړاندې د تاوتریخوالي کوم عمل ترسره کوي.

غونډو ته د وسلو په راوړلو باندې بندیز لګول شوی او دا بندیز به د ټاکنو د پایلو تر اعلان څخه ۲۴ ساعته وروسته پورې لګېدلی وي.

ولسمشر، د کابینې غړي او نور حکومتي چارواکي به په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

مشهورتیا:

کاندیدان دې د خپلې مشهورتیا لپاره د عوامو په کورونو او جایدادونو باندې خپلې پوسټرې نه لګوي.

همدارنګه له کاندیدانو او سیاسي ډلو څخه غوښتل شویدي چې په خپلو پوسټرونو دې مذهبي جملې نه لیکي.

غونډې:

له سیاسي ګوندونو او کاندیدانو څخه غوښتل شویدي چې له هر ډول غونډې او لاریون څخه مخکې دې د ضلعې چارواکي خبر کړي. د ټاکنو کمېسیون همدارنګه له اړوندو چارواکو څخه غوښتي دي چې دا ډول غونډې او جلسونه باید د ترافیک په وړاندې کومه ستونزه جوړه نه کړي.

د موټرو په کتارونو باندې بندیز لګېدلی او د هرې غونډې څخه یوه اونۍ مخکې باید اړوند چارواکي خبر کړای شي.

له سیاسي ډلو څخه غوښتل شویدي چې په هرې انتخاباتي حوزې کې دې تر یوې غونډې یا جلسې زیات نه کوي.

د ټاکنو ورځ:

د ټاکنو په ورځ به د کمپاین په هر ډول باندې بندیز وي او د یوه ځانګړي کاندید په پلوي به د رایه ورکولو د مرکز په ۴۰۰ مترۍ کې هم دا نارې نه وهل کیږي چې رایه ورکړئ او یا رایه مه ورکوئ.

که هر چا له دغو غوښتنو او لارښونو څخه سرغړونه وکړه نو له قانوني چلند سره به مخ کیږي.