که ايران په اسرايل بريد وکړو نېټو به پکې مداخله نه کوي

د نېټو عمومي سېکتر ویلي که ايران چرته په اسرايل برید کوي د نېټو اتحاد به يې دفاع ته نه راځي.

جينز سټولټنبرګ د جرمني يوې مجلې سره په خبرو کې ویلي دي، چې اسرايل همکار دی خو د اتحاد غړی نه دی او په نېټو د اسرايل د ساتنې زمه واري نه راځي.

سټولټنبرګ ويلي نېټو د منځني ختيځ د سولې په هڅو يا سيمه ييزه جګړه کې مداخله نه لري.

نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د اسرايل او ایران ترمنځ کړکېچ راولاړ شوی دی.

د اسرايل وزیراعظم بېنجمن نېتن ياهو د دوشنبې، ګل په ورځ د يورپ سفر کوي تر څو د پورپي مشرانو سره د ايران د جوهري تړون په اړوند خبرې اترې وکړي.

نېتن ياهو د ايران رژيم سره د جوهري تړون سخت مخالف دی، هغه به په خپل سفر کې د جرمني چانسلرې انګېلامرخېل، د فرانس صدر ايمانويل مارکون او برتانيې د وزیراعظم تهريسامی سره ويني.

جرمني، فرانس، او برتانیه په کال ۲۰۱۵م کې د ایران سره په جوهري تړون لاسلیک کړی ؤ.

د کوم جوهري تړون لاندې چې ایران خپل ایټمي پروګرام ته د ودې ورکولو هلې ځلې بېخي محدودې کړې وې او مقصد یې نړیوالې ټولنې دا باور ورکول وي، چې ایران په پټه جوهري وسلې نه جوړوي.

يورپي مشران د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د مې د اتمې نېټې پرېکړې پرېشانه کړي چې هغه د دغه تړون څخه وتلی ؤ خو نېتن ياهو دغه اقدام ستایلی ؤ.

د اسرايل مشر د يورپي يونين دغه ټينګار مخ په وړاندې بوتلی چې دا د ايران د بم ترلاسه کولو د مخنيوي ښه لاره ده خو ادعا يې کړې چې دا به تهران ايټمي قوت جوړېدو ته ورنزدې کړي.

هغه دا هم ويلي چې په ايران د نړیوالو بندېزونو ختمېدو وروستو هغه نقدې روپۍ ترلاسه کړي او تهران په سيمه کې په عمومي او شام کې په ځانګړي ډول لاسوهنه سېوا کړې ده.