د وړوکي اختر د مياشتې ليدو دپاره د رويت هلال کمېټۍ او قاسم علي خان جومات غونډې نن کيږي

د وړوکي اختر (شوال) د مياشتې ليدو دپاره د پاکستان د دولتي مرکزي رويت هلال کمېټۍ او پېښور کې په قاسم علي خان جومات کې هم نن غونډه ټاکل شوي دي.

په پېښور د قاسم علي خان جومات خطيب مفتي شهاب الدين پوپلزي په علماؤ غږ کړی چې د وړوکي اختر د میاشتې ليدو دپاره خلک وهڅوي.

نوموړي ويلي د تېر په څېر به د پېښوز د علماؤ د مياشتې ليدو دپاره غونډه نن د زيارت په ورځ په قاسم علي خان جومات کې کیږي او په غونډه کې به پرېکړه د پخوا په رنګ د شهادتونو په اساس کولی شي.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې څوک مياشت وويني په هغه وخت دې د خپلې علاقې د دينې عالم څنګ ته ځان ورسوي او هغوي ته خپل شهادت يقيني.

د رويت هلال مرکزي کمېټۍ غونډه به په کراچۍ کې د کمېټۍ د مشر مفتي منيب الرحمان په مشرۍ کې کیږي.

د رويت هلال کمېټۍ په غونډه کې به د موسمياتو د محکمې چارواکي هم ګډون کوي.

په پاکستان کې هرکال د روژې او اختر د میاشتو لیدلو په سراختلافونه رامینځته کیږي خو سږکال اولس او دولت د سعودي عرب، افغانستان او نورې اسلامي نړۍ سره په یوه ورځ نیولې ده.