پاکستان نړیوالو څارونکو او رسنیو ته د ټاکنو لپاره ضابطهٔ اخلاق خپور کړ

واشنګټن ــ د پاکستان د انتخاباتو کمیشن تر راتلونکو عامو انتخاباتو مخکې د نړیوالو څارونکو او رسنیو لپاره یوه هدایتنامه یا ضابطهٔ اخلاق خپور کړی، چې وایي که یې سرغړونه ځنې وکړه نو د انتخاباتي بهیر د کتنې اجازه به ور نه کړي.

د انتخاباتي کمیشن له دفتره د نهې- سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ضابطهٔ اخلاق ټولې شپاړس مادې لري، چې له مخې به یې نړیوال څارونکي او رسنیو تر انتخاباتو مخکې په لیکلې سوګندنامه کې اقرار کوي، چې د پاکستان له آیین او قوانینو به سرغړونه نه کوي.

په انتخاباتي ضابطهٔ اخلاق کې راغلي چې بهرني څارونکي به له کوم سیاسي او اقتصادي تړون پرته د پاکستان قوانینو ته درناوی کوي او دوی به د دې هېواد خپلواکۍ، د خلکو بنیادي حقونو او ازادۍ ته پام کوي.

پر نړیوالو څارونکو او رسنیو دا لازمه کړل شوې، چې دوی به ضرور د انتخاباتو د کمیشن له خوا خپور شوی کارډ لري، د انتخاباتو په مهال به له کوم سیاسي ګوند او کاندید سره بې طرفه رویه ساتي.

خبرپاڼه وایي شخصي څارونکي به اجازه ونه لري چې د انتخاباتو په اړه له رسنیو سره خپل شخصي نظر څرګند کړي، خو وایي نړیوال څارونکي سازمانونه به هم دا باوري کوي چې یواځې د دوی ټاکلي کسان کولای شي پر انتخاباتو تبصره وکړي.

هدایتنامه وایي چې نړیوال څارونکي او رسنۍ باید د الیکشن کمیشن له قوانینو او ضابطهٔ اخلاقه خبر وي او همدارنګه لازمه ګڼل شوې چې د نړیوالو څارونکو سازمانونه به د عامو ټاکنو په اړه الیکشن کمیشن له خپلو وړاندیزونو، رایو او سپارښتنو خبر ساتي.

الیکشن کمیشن وایي نړیوال څارونکي او رسنۍ به تر ټاکنو مخکې پر وخت د ویزې لپاره درخواستونه ورکوي، خو وایي کله یې چې د ویزې موده ختمه شي نو تر هغه زیات وخت په پاکستان کې د پاتېدو اجازه نه لري.

هدایتنامه وایي نړیوال څارونکي او رسنۍ به اجازه ولري چې د انتخاباتو په اړه هر ډول پوښتنه وکړي، خو وایي نه به د کوم ګوند او کاندید په پلوۍ غونډه کې برخه اخلي او نه به تر انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو یا تر انتخاباتو وروسته بهیر په مخکې خنډ جوړېږي.

بل لور ته د پاکستان د انتخاباتو کمیشن نن د ټاکنو لپاره د پاکستاني پوځ د افسرانو شپږورځنۍ روزنه هم پیل کړې ده. ټاکل شوې چې ۲۸ روزونکي به د پوځ ۱۴۰۰ افسرانو ته روزنه ورکوي او بیا به هغوی د پوځ نورو ځوانانو ته روزنه ورکوي.

په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات یوه میاشت وروسته د جولای په ۲۵مه نېټه کېدونکي دي، خو سر له اوسه لا په پاکستان کې دننه او بهر ځینو څېړونکو د دغو ټاکنو د روڼوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.