پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې په خړ فهرست کې شامل کړی

د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) پاکستان په خړ فهرست کې شامل کړی دی، که څه هم دپاکستان د خزانې لنډمهاله د خزانې وزير شمشاد اختر خپلې هڅې کړي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړکې ګامونه پورته کړي دي.

د رپوټونو ترمخه د اېف ای ټي اېف په غونډه کې د پاکستان په خړ فهرست کې شاملو دپاره امريکې، برتانیې، جرمني او فرانس رايې ورکړي او ترکی، چين او سعودي عرب يې هم ملاتړ کړی دی.

د پاکستان په خړ فهرست کې د اچولو پرېکړه د فرورۍ په مياشت کې شوې وه خو پاکستان ته د ترهګرۍ دپاره د مالي مرستو د مخنيوي دپاره د ګامونو اخستو ويل شوي ؤ او د دغو اقداماتو په عملي کولو سره پاکستان د فهرست څخه وتلی شو خو پاکستان غړي هېوادونو په خپلو اقداماتو مطمئن نه کړی شو.

د راپورونو ترمخه فرانس ځکه د پاکستان په خړ فهرست کې شاملولو خبره کړې چې فرانس پاکستان ته د حافظ سعيد پرضد د عملياتو کولو ويلي خو د دغې باوجود د حافظ سعيد لاقانونې ګرځول شوې ډلې ته په بدلو نومونو په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت ورکړی شو.

دغه ډول پاکستان د نړيوالې ورورولۍ څخه د ځینې تندروه ډلو پرضد د کلکو ګامونو نه اخستو په سرد سختو نيوکو سره مخ ؤ.

د اېف ای ټي اېف راتلونکې بله غونډه به د ستمبر په میاشت کې کيږي او که پاکستان بيا هم کوم موثره اقدامات ونه کړه نو په تور فهرست کې شاملېدی شي، د کوم له امله چې پاکستان نه يواځې په معاشي توګه خرابېدی شي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان مخ بد ښکاره کېدی شي.

د اېف ای ټي اېف لخوا په رسمي ډول د دغه پرېکړې اعلان لا نه دی شوی خو ويل شوي د جمعې په ورځ به په دغه اړوند ختمي اعلاميه جاري کړی شي.

د پاکستاني رسنیو ترمخه لنډ مهاله وزيراعظم ناصرالمک ویلي په اېف ای ټي اېف باندې د امريکا او هند فشار ؤ چې پاکستان په خړ فهرست کې شامل کړي تر دې پورې چې د پاکستان نزدې اتحادي چين او سعودي عرب باندې هم په دغه اړوند فشار اچول شوی ؤ چې خپل اعتراضونه بيرته واخلي.

تېره اوونۍ د خزانې وزیر ویلي ؤ چې د مني لانډرنګ او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنیوي دپاره يې ښه اقدامات کړي دي.

امریکې د فرورۍ په میاشت کې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

هغه وخت ټاکل شوې وه چې پاکستان به د مې په میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ فهرست کې شامل شي.

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ فهرست کې شامل شوی ؤ.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی کوم چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی ؤ.