تېرکال په ګرده نړۍ کې د جګړو له امله د لسو زرو نه زيات ماشومان معذوره، وژل شوي

ملګرو ملتونو روانه اوونۍ په خپل يو رپوټ کې ویلي تېر کال په (۲۰۱۷) کې په ګرده نړۍ کې د لسو زرو نه زيات ماشومان وژل شوي يا تلعمري معذوره شوي دي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ خپور کړی شوی رپوټ کې ويل شوي چې په کال ۲۰۱۷م کې ۲۱زره ځله د ماشومانو د حقونو سرغړونه شوې او دغه شمېره له دغې نه د وړانديني کال نه لا ډېره سېوا شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومې سېکتر انتونيو ګېټرس وياند سټېفن ډوجاريک ويلي، د ماشومانو د حقونو په اړوند ځینې پرمختګ شوی خو د سرغړونې کچه اوس هم د قبلولو وړ نه ده.

په رپوټ کې د افغانستان، شام او يمن په ګډون د ۲۰ هېوادونو شمېرې راټولې کړی شوی دي.

په رپوټ کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد په يمن کې د ۱۳سوه ماشومانو د وژنې او درې سوه د ژوبلېدو زمه وار ګرځول شوی دی.

په نايجيريا او عراق کې ۳۲۰۰ ماشومان بندي کړی شوي ځکه چې د هغو په کورنيو د ترهګرو ډلو سره د تړاؤ تورونه وو.

د الشباب تندلارو په صوماليه کې د ۱۶۰۰ نه زيات ماشومان تښتولي دي، په جنوبي سوډان کې د ۱۲۰۰ نه زياتو ماشومانو پوځي روزنه شوې ده.

په يمن کې هم د ۸۴۰ نه سېوا پېښې رپوټ شوي چې ماشومانو ته پوځي روزنه ورکړل شوې ده.