په روس کې روان د فټ بال نړيوال کپ په دوېم سیمې فاينل کې د کروشيا لوبډلې د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته يې ځان رسولی دی.
په لومړي سيمې فاينل کې فرانس بيلجيم ته ماتې ورکړې وه.
ذ افغانستان او پاکستان د شورو، چهارشنبې د شپې په مهال ماسکو کې د انګلېنډ او کروشيا لوبډلو ترمنځ د فاينل ته رسېدو دپاره سيالي شوې ده.
د کروشیا لوبډلې د انګلېنډ د يو ګول په مقابله کې دوه ګولونه کړي سیمې فاينل يې ګټلی او اوس به په فاينل کې د فرانس سره سیالي کوي.
د سيمې فاينل د سيالۍ فېصله په اضافي وخت کې شوې ده، د لوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو يو يو ګول کړی ؤ.
د کروشيا لوبډله په لومړی ځل د فټ بال د نړیوال کپ سیمې فاينل ته رسېدلې ده.
انګلېنډ او بېلجيم به په نړیوال کپ کې د درېم نمبر ترلاسه کولو دپاره د خالي،شنبې په ورځ يو بل ته مخامخ کيږي.
د فټ بال نړیوال کپ فاينل د اتوار په ورځ د پاکستان او افغانستان په وخت ماسخوتن ټاکل شوی دی.